ویانا: ایران اندېښنې نورې زیاتې کړې دي: آی اې اي اې

د ملګرو مېلتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې آی اې اي اې ویلي داسې معلومات یې تر لاسه کړي دي چې په کې د ایران پر لانجمن اټومي پروګرام د پوځي اړخونو د لرلو دعوې رامخې ته شوې دي.
په یوه پټ رپورټ کې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په داسې څو ځایونو کې د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه د اندېښنو څرګندونه کړې ده. په دې رپورټ کې ویل شوي ایران د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره په همکارۍ کولو کې هم پاتې راغلی دی. هلته یادې شوې ادارې ته د ایران سفیر علي اصغر سلطاني رویټرز خبري اژانس ته ویلي د ایران د اټومي پروګرام د پوځي اړخونو لرلو تورونه بې بنسټه دي.