تیونیس د شمالي افريقا یو مهم هیواد دی


تیونیس د شمالي افریقا هیواد دی چې سمندری کڅۍ یا ساحل یې له روم سمندرګي سره لګېږي چې د یورپ جنوبي برخې ورته راغزېدلی دي .پر تیونیس له پېړیو راهیسې د سمندري بېړیو لارې تېرېږی چې همدا یې جغرافیایي ارزښت دی.
که د تونیس تاریخ ته لږ ځیر شو نو د خپل وخت په امپراتوریو کې د روم ،عرب ،عثماني ترک او بیا د فرانسې واکمنو ددغه خاورې د مځکني ارزښت له کبله دا سیمه په بیا بیا تر خپلې ولکې لاندې راوستې.
تیونیس په ۱۹۵۶ م کال له فرانسې څخه د خپلواکی اخیستو وروسته د یوه سیکولر واکمن حبیب بورقیبه په مشری د یوه لیبرال او ازادخیال هیواد په بڼه راپورته شو .
ولسمشر حبیب بورقیبه په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او پرمختګ لپاره د پام وړ ګامونه واخیستل.تر یوه زیات واده باندې یې بندیز ولګولی .د هغوی لپاره تعلیم لازمي او وړیا وګرځول شو.

دا مهال په عربي نړۍ کې تر ټول ډېر په تیونیس کې د ښځو حقوق خوندي دي.خو حبیب بورقیبه که یو لوري د بنسسټپالنې ضد خیالاتو د له مینځه وړولو لپاره ټینګار کاوه نو بلخوا یې خپل واک هم پراخولی چې په پایله کې یو ټولواک او مطلق العنان واکمن ترې جوړ شو.او همدا وجه وه چې په ۱۹۸۷ م کال یې ولس راپاڅېدی او تخت یې ورنسکور کړ.دده پر ځای زین العابدین بن علي پر تخت کېنوست .
د واک د ترلاسه کېدو وروسته هغه مهال په خپله وینا کې زین العابدین په خپلو څرګندونو کې وویل ،٬٬ نور د یوه داسې ولسمشر وخت ولاړ چې تل تر تله به پر تخت ناست وی٬٬.
خو په زړه پورې دا ده چې زین العابدین بن علي خپل واک دومره اوږد وغزولی چې د ولسي پاڅون په زور یې واکمنی نسکوره شوه که څه هم د هغه په واکمنی کې ځینی سیاسي بندیان خوشی کړل شو او د خبری رسنیو د ازادی لپاره هم قوانین جوړکړل شو.خو د بشري حقونو ډلې وایی هغه د خپلی واکمنی ضد یوه خبره نه زغمله. د بشري حقونو کارکونکی به یې وېرول او ځورول .دی هم د بنسټپالو ډېر سخت خلاف وو. خو د زین العابدین ګوند درې ځلي پرله پسې په ټاکنو کې د کامیابېدو وروسته او په اخري ځل په ۹۹ اعشاریه ۹ فیصده رایو سره د بري پر سر نه یوازې د هیواد بهر بلکه په ملک کې دننه د مخالفو ګوندونو له سخت مخالفت سره مخامخ شو.

د خپلو ګاوندیو هیوادونو په پرتله تیونیس له اقتصادي پلوه خوشاله ملک دی.او له اروپایی ملکونو سره یې پراخ تجارتي تعلقات دي.ددغه ملک د وګړو لویه برخه له کرهڼې سره اړه لري.او پر للمو سیمو یې خورما او زیتون ونې یا د ښوون ونې کرل کېږي. هر کال په لکونه اروپایي سیلانیان دغه ملک ته په سیل ځي چې د ګټې وټې لویه سرچینه ده.

دپام وړ خبره دا ده چې له ننه څه موده وړاندې په دغه ملک کې اسلامي اورپکو هیڅ شتوالی نه لرلو.او په تیونیس جمهوریت کې به خال خال د ترهګری پېښې کېدې.خو په دا وروستیو کلونو کې تندلارې ډلې د حکومت لپاره یوه ستونزه ګرځېدلې.په ۲۰۰۲ م کال په تیونیس کې د یهودانو پر عبادتځي (سېنیګوګ) په یوه ځانمرګي بمي برید کې ۲۱ تنه وژل شوی وو.

د تیونیس وکیلان وایی په ۲۰۰۶ م کال امنیتي ځواکونو ته د ځانګړو واکونو ورکولو وروسته هغوی په لسګونه اورپکی ونیول. په ۲۰۱۰م او ۲۰۱۱م کال د بې روزګاری او سیاسي آزادی د بندیزونو ضد مظاهرو او احتجاجونو پر وړاندې د بې درېغه حکومتی طاقت په کارولو سره په لسګونه کسان ووژل شو.خو د ولسي ملاتړ له کبله د لاریونونو لړی دوام درلود چې په پایله کې یې زین العابدین د خپل سر خوندی کولو لپاره له هیواده وتیښتېدی .