د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاړه چنار ولس احتجاج پای ته رسولی دی


د احتجاج پخوانی عکس
د احتجاج پخوانی عکس

د کرمې په پاړه چنار کې د جون میاشتې پر ۲۳مه نېټه تر شوو چاودنو ورسته پیل شوې احتجاجي ناسته اوس پای ته رسول شوې ده.

په دې ناسته کې شریکو مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا دې پاړه چنار ته ورشي او هلته د شوو چاودنو او د ملېشه ځواک له خوا پر مظاهره چیانو د ډزو دې په صفا توګه پلټنې وشي.

د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د جمعې په ورځ پاړه چنار ته ولاړ او هلته یې د ګورنر لپاره په جوړ شوي کور کې د مظاهره چیانو له کمېټۍ سره لیده کاته وکړل.

قمر جاوید باجوا دې کمېټۍ ته په وینا کې وویل ، د غیر مسلمانانو په ګډون د پاکستان ټول خلک زما لپاره برابر دي.

نوموړي زیاته کړه چې که د ولس ملاتړ ورسره نه وي نو دوي ترهګرۍ ته ماته نشي ورکولای.

هغه وویل ، د ملېشه ځواک له خوا پر مظاهره چیانو د شوو ډزو په اړه پلټنې پیل شوې دي او هلته د یاد ځواک کومندان وار له مخه له دندې لرې کړل شوی دی.

که څه هم ملېشه ځواک دا خبره رد کړې وه چې دوی خلک وژلي دي خو د پوځ مشر وویل ، د ملېشه ځواک له خوا په ډزو کې وژل شوو څلور او ټپي شوو دولس کسانو ته به بېل تاوان ورکړل کېږي.

قمر جاوید باجوا ژمنه کړې ده چې د پاړه چنار په چاودنه کې وژل شوو ته به هم د ملک د نورو برخو غوندې تاوان ورکول کېږي.

ځايي مشر ابرار جان طوري مشال راډیو ته وویل چې د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره تر لیدو ورسته یې ځکه خپل احتجاج ختم کړی دی چې د ده په وینا ، غوښتنې یې منل شوې دي.

حکومت وايي چې د جون پر ۲۳مه په چاودنو او د ملېشته ځواک په ډزو کې ټول ۸۰ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپي شوي وو خو ځايي خلک د وژل شوو شمېر تر ۱۰۰ زیات یادوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG