د لاسرسي ځای

تازه خبر

"فاټا دې مرحله واره په خېبر پښتونخوا کې ضم کړل شي"


د سپارښتنو يوه بله مهمه نکته دا وه چې په فاټا کې دې په راتلونکي کال کې د ښاروالۍ ټاکنې (بلدياتي انتخابات) وکړل شي او د دې لپاره دې د خېبر پښتونخوا په انتخاباتي کمېسيون کې يوه بېله څانګه جوړه کړل شي.

فاټا اصلاحاتي کمېټۍ د پاکستان وزير اعظم نواز شريف ته په استول شوو سپارښتنو کې ويلي دي چې فاټا ته د صوبې حېثيت ورکول او يا د ګلګت بلتستان په شان کونسل جوړول به د يادو سيمو په ګټه نه وي نو فاټا دې مرحله واره په خېبر پښتونخوا کې ضم کړل شي.

د وزيراعظم دفتر يو چارواکی وايي، د سېشنبې (نهې) په ورځ فاټا اصلاحاتي کميټۍ له نواز شريف سره په اسلام اباد کې ملاقات وکړ او په فاټا کې يې د اصلاحاتو لپاره پر شوو سپارښتنو تفصيلي خبرې ورسره وکړې.

د چارواکي په وينا، یادې کمېټۍ په خپلو سپارښتنو کې ويلي دي چې په فاټا کې دې د خاصه دارو قوت او معيار دومره ښه کړل شي چې دوی د دې جوګه شي چې په راتلونکي څلورو نه تر پنځو کلونو کې د پوځ پرځای دنده تر سره کړي.

په سپارښتنو کې زياته شوې چې له قبايلي سيمو نه بې کوره کړل شوي خلک دې د روان کال تر آخره خپلو سيمو ته ولېږل شي او د دوی د بيا ودانۍ کارونه دې د ۲۰۱۸ م کال تر پايه بشپړه کړل شي.

په سپارښتنو کې دا هم ويل شوي چې د قبايلي سيمو لپاره دې ۱۰ کلن پرمختيايي پروګرام جوړ کړل شي او په ياده موده کې دې نه يوازې بنيادي ډانچه، بلکې سړکونه، ښوونځي، روغتونونه او سرکاري ودانۍ او ورسرهپوهنتونونه، او د طب او انجنييرۍ کالجونه هم جوړ کړل شي.

پر دې سربېره دې د قبايلي سيمو زده کونکو لپاره ځانګړې تعليمي برخه د راتلونکو ۱۰ کلونو لپاره دوه چنده کړل شي.

د سپارښتنو يوه بله مهمه نکته دا وه چې په فاټا کې دې په راتلونکي کال کې د ښاروالۍ ټاکنې (بلدياتي انتخابات) وکړل شي او د دې لپاره دې د خېبر پښتونخوا په انتخاباتي کمېسيون کې يوه بېله څانګه جوړه کړل شي.

د وزيراعظم دفتر چارواکي په وينا، د ملاقات پر مهال د وزيراعظم نوار شريف وينا وه چې په فاټا کې اصلاحات ډير مهم دي ځکه چې دا اصلاحات د ترهګرۍ ضد قامي تګلارې مهمه برخه ده.

په فاټا کې د اصلاحاتو لپاره وزيراعظم نواز شريف تېر کال د سرتاج عزيز په مشرۍ کې کمېټۍ جوړه کړه چې د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا، د سرحدي سيمو وفاقي وزير عبدالقادر بلوڅ، د قانون وفاقي وزير زاهد حامد او د وزيراعظم د قامي سلامتيا سلاکار ناصر جنجوعه پکې شامل دي.

XS
SM
MD
LG