اسلام اباد: د قبايلي سيمو زده کونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د نور ملک په څېر دي په قبایلي سیمو کې هم بلدياتي انتخابات وکړي.
د قابلیي سیمو دې زده کوونکو دا غوښتنه هم کړېده چې پاکستان باید د قبایلي سیمو نوم بدل کړي او هغوی ته دي آئيني حثيت ورکړي.
د قبایلي سیمو د زده کوونکو د سازمان مشر شوکت عزیز وايي ، دوی غواړي چې قبایلي سیمې د نورو صوبو غوندې په پاکستان کې آییني حثیت او حقونه ولري.
د حلیم اورکزي په نامه یو بل زده کوونکي بیا وویل چې دوی به د دې هدف تر لاسه کولو لپاره خپلې هلې ځلي جاري ساتي.