د لاسرسي ځای

تازه خبر

" پښتانه دې د سولې د راوستلو لپاره ګامونه پورته کړي "


اسفندیارولي خان
اسفندیارولي خان

اسفندیار ولي خان د خپلې وینا په ترڅ کې د خیبر پښتونخوا په وزیر اعلی پرویز خټک او په تحریک انصاف ګوند هم سختې نیوکې وکړې. نوموړي وویل: د پښتونخوا خلک دې په راتلونکو ټول ټاکنو کې داسې ګوندونو ته رایې نه ورکوي او دده په وینا د پښتنو اصلي نمایندګان دې وپيژني.

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفند یار ولي خان د اتوار په ورځ په یوه ولسي غونډه کې چې په مردان کې جوړه شوې وه وویل : دافغانستان او پاکستان پښتنو ته د سوچ او فکر کولو وخت راغلی چې څنګه په خپله خاوره امن راولي ؟

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان او پاکستان پښتنو ډیرې ستونزې وګاللې او ډیره وینه یې تویه شوه، خو اوس ددې خبرې وخت راغلی چې دواړه لوري په شریکه د امن لپاره لار ګودر ولټوي.

اسفندیار ولي خان د خپلې وینا په ترڅ کې د خیبر پښتونخوا په وزیر اعلی پرویز خټک او په تحریک انصاف ګوند هم سختې نیوکې وکړې. نوموړي وویل: د پښتونخوا خلک دې په راتلونکو ټول ټاکنو کې داسې ګوندونو ته رایې نه ورکوي او دده په وینا د پښتنو اصلي نمایندګان دې وپيژني.

عوامي نیشنل ګوند د پاکستان په وروستیو انتخاباتو کې هم د صوبې او هم د مرکز په کچه سخته ماتې وخوړه او میدان ترې تحریک انصاف او ځینو نورو ګوندونو ویوړ، خو دوی اوس بیا کمپاینونه پیل کړي او د راتلونکیو انتخاباتو لپاره خپل اسر و رسوخ زیاتول غواړي.

د عوامي نیشنل ګوند مشران وايي په تېرو انتخاباتو کې یې ځکه ماتې وخوړه چې د طالبانو ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو او همدارنګه هدفي وژنو دوی په سمه توګه کمپاین چلولو ته پرېنښودل.

XS
SM
MD
LG