د سياسي چارو کارپوه خادم حسين په پاکستاني ورځپاڼه ډان کې ليکي چې په دې وروستيو کې د وسله والو يوه ډله له تحريک طالبان پاکستانه جلا شوه او د جماعت الاحرار تر نوم لاندې يې يوه نوې ډله جوړه کړه.
د ليکوال په خبره په نوې ډله کې زياتره جګړه مار د مومندو او باجوړ دي خو پکي د اورکزو هم ځيني قومندانان شامل دي.
دغه وېش ته په پام سره خادم حسين د وسله والو ډلو د وېش لاملونو جاج اخلي.
د ده په خبره په نړۍوالو او سمه ییزه کچه که وکتل شي نو کله چې هم د وسله والو لويه ډله ماتې خورې نو بيا ځان په وړو وړو ډلو کې و ويشي.
نو د ليکوال په خبره دغه کړنلاره د وسله والې ډلې عمر نور هم زيات کړي او وروسته بيا بيرته يو اتحاد جوړ کړي او دا شان خپل ګډ هدف پر مخ وړل پيل کړي.
دده په خبره د وېش دوم وجه په نظرياتي بنيادونو تقسيم وي.
د ليکوال په وينا جماعت الاحرار پر تحريک طالبان تور لګوي چې د شريعت نافذولو له اصل هدف يې مخ اړولی دی او دوی دا هوډ کړی چې د افغانستان د ملا عمر په شان به په پاکستان کې شريعت نافذوي.
خادم حسين وايي، د وسله والو ډلو د وېش درېيمه وجه د پيسو او نورو مالي ګټو پر سر تقسيم وي.
د ده په خبره په پاکستان کې وسله والو ډلو له جنګه کاروبار جوړ کړی دی او د پيسو لپاره تښتونو، د منشياتو سمګلنګ، کلنګ، د انساني او ګاډو د سمګلنګ له لارې پيسې لاس ته راوړي.
ليکوال د تحريک طالبان پاکستان د دننه سرچينو په حواله وايي، چې د حکيم الله مسود تر وژل کېدو وروسته مختلفو کمانډرانو سترګې پر دغه کاروبار او پيسو ساتلي دي او هم دا وجه ده چې د نوي مشر د ټاکلو پر سر په دې تنظيم کې اختلافات وو.
خادم حسين امکان څرګندوي چې کېدلی شي د حکيم الله تر مرګه وروسته نویو مشرانو ته دغه کاروبار نه وي سپارل شوی نو ځکه نورو کمانډرانو پخپله د دې کاروبار کولو فيصله کړې وي.
نو د ليکوال په وينا کيدلی شي همنظره کمانډرانو فکر کړی وي چې د جماعت الاحرار په جوړولو سره دوی په آسانه سره دغه کار کولی شي.