د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پښتانه کډوال سیند او پنجاب ته نه پرېښودل غیر انساني عمل'


په بيان کې د سند او پنجاب حکومتونو پر دې فيصله نيوکه شوې او دا يې يو غير انساني، غير ايني او غير قانوني کار بللی چې د ډلي په وينا په راتلونکې کې به د دې هيواد ګڼ توکميزه« کثيرالنسلي» شناخت او قدر ته تاوان ورسوي.

ليکواله زبيده مصطفی د مرستې فرياد تر عنوان لاندې په ډان ورځپاڼه کې ليکي چې د وزيرستان بې کوره شوو خلکو د ستونزو، ستړو او تکليفه ډک ژوند تر ټولو ناوړه اړخ د دوی پنجاب او سند صوبو ته پر تلو بنديز دی.

دا د بشري حقونو د فعالينو چې ځان ته ټو تو زينډ ناين پلس ګروپ وايي په دې اړه د بيان حواله ورکوي.

په بيان کې د سند او پنجاب حکومتونو پر دې فيصله نيوکه شوې او دا يې يو غير انساني، غير ايني او غير قانوني کار بللی چې د ډلي په وينا په راتلونکې کې به د دې هيواد ګڼ توکميزه« کثيرالنسلي» شناخت او قدر ته تاوان ورسوي.

زبېده مصطفا پر مخ ليکي د دې ګام تر ټولو دړدونکې اړخ دا دی چې موږ په داسې وخت کې د وزيرستان بې کوره شوي خلک پردې کوو چې دا وخت يې پر خپله سينه د نيولو تر ټولو زيات ضرورت دی.

ليکواله د پنجاب او سند صوبې د واکدارانو د وزيرستان د بې کوره شوو خلکو خپلو سيمو ته د نه پرېښودلو په اړه شته ويرې بې بنياده بولي.

دا وايې، په دوه زره نهم کال کې د سوات بې کوره شوي خلک هم ځکه کراچی تهپه دې دلیل نه پرېښول شو چې د دوی له راتګ سره به د کراچی نسلي جوړښت بدل شي او د پښتنو شمير به زيات شي او دا چې يو وار دغه خلک راشي نو بيا به بيرته سوات ته لاړ نشي.خو د زبيده مصطفی په وينا داسې و نشو او راغلي سواتيان بيرته خپل وطن ته ولاړل.

د ليکوالي په خبره بل دليل دا ورکړل شو چې له بې کوره شوو خلکو سره به وسله وال هم کراچی ته راشي خو ددې په خبره هرڅوک خبر دې چې کله بې کوره شوې کسان راغلي هم نه وو تر دې له مخه وسله وال طالبان کراچی ته ور ننوتي وو.

مقاله وايې د طالبانو کراچی ته ننوتلو مخه د ښه جاسوسي مالوماتو له لارې کيدلی شو.

ليکواله زبيده مصطفی د پاکستان حکومت کله هم د طالبان د ختمولو پخه اراده نه ده درلودلې ځکه چې هغوی ته د سټرټيجک اثاثې په سترګه کتل شوي دي.

دا په پای کې ليکي په کراچی کې نا امني يوازي د طالبانو له وجي نه ده بلکې سياسي ګوندونه هم پکې لاس لري. ددې په خبره البته طالبانو په دې جګړه کې خپله حصه اچولې خو بې کوره شوو کسانو هيڅ رول نشته ځکه چې دغه خلک د يوه داسي حالت ښکار دي چې پخپل لاس يې ځان ته نه دي جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG