د لاسرسي ځای

تازه خبر

تازه خبر: په پېښور کې ډزې او دوه چاودنې شوې دي


په پېښور کې وخت په وخت حملې کېږي
په پېښور کې وخت په وخت حملې کېږي
د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د پولیټیکل اېجنټ پر دفتر حمله شوې ده.

په پېښور کې د پولیسو یوه چارواکي شفقت ملک له وینا سره سم، دا حمله پر خیبر هاوس شوې ده چې په کې د قبایلي سیمې خیبر انتظامي مشر یا پولیټیکل اېجنټ دفتر دی.

د ملک په خبره، په دې حمله کې شپږ کسان وژل شوي، او اته ژوبل دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال خالد خان له وینا سره سم، لومړی پر باړه سړک ډزې وشوې او تر هغې وروسته یوه وړه چاودنه وشوه.

د عیني شاهدانو په خبره، تر وړې چاودنې وروسته یوه بله لویه چاودنه هم شوې ده.

تر پېښې وروسته سیمې ته امنیتي سرتېري او مرستندویه کار کوونکي ورسېدل او ژوبل شوي کسان یې د پېښور روغتونونو ته رسول پیل کړل.

د مشال راډیو خبریال وايي، د پېښې سیمې ته هیڅ کس نه پرېښودل کېږي او چارواکو هم لا څه نه دي ویلي چې دا چاودنې د بمونو وې که ځانمرګي بریدونه ول.

دا هم نه ده مالومه چې ایا د پېښې پر وخت د قبایلي سیمې خیبر انتظامي مشر یا پولیټیکل اېجنټ په دفتر کې وو او که نه؟
XS
SM
MD
LG