د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستانیو طالبانو غوښتنو ته کتنه



احمد شاه اعظمي - پراګ

د تحريک طالبان پاکستان پنجاب ډلې د تيري چارشنبې په ورځ د يو خبرپاڼې له لارې د پاکستان حکومت ته په دې شرط د خبرو اترو بلنه ورکړې چې په پاکستان کې دې شرعي نظام نافذ کړل شي او پاکستان دې په افغانستان کې د امريکا له ملاتړه لاس واخلي.

تر دې وړاندي د پاکستان حکومت په وار وار وسله والو طالبانو ته په دې شرط د خبرو اترو بلنه ورکړې چې د پاکستان آيين ومني او وسله پر مځکه کښيږدي. دا چې د وسله والو طالبانو لخوا د پاکستان حکومت ته د مشروطو خبرو اترو بلنه ولي اوس ورکړل شول؟ په پېښور کې د سيمه ايزو چارو کارپوه عزيزالله خان وايي، طالبان د خپل اثر و رسوخ د څرګندولو لپاره دا بلنه ورکړې ده.

((طالبانو په دا تازه ورځو کې اول پر ملالې حمله وکړه او بيا يې په پېښور کې د پوليس يو اېس پي شهيد کړی او بيا بشير بلور شو او دا اوس يې بيا د فرنټير کانسټېبلري ۲۲ کسان له ځان سره بېولي دي. نو دوی پر لپسې ډيرې کاميابۍ حاصلي کړې او دوی ته دا ور مالومه شوه چې دا وخت دوی نه يوازي د پاکستان په حکومت يا سيکيوريټي ادارو بلکې په خلکو هم د طاقت او ټوپک په زور تر څه حده خپل ځان ومنلی. نو دوی چې دا کوم شرطونه ورته اېښي دي، دوی ته ښه مالومه ده چې د پاکستان حکومت پر دې شرطو باندې له دوی سره خبرې نه شي کولای خو دوی عوام ته خپل اثر و رسوخ او دا تاثر ورکول غواړي چې دا وخت دوی په ډيري کاميابۍ سره روان دي)).

د کارپوهانو په اند د يو وسله والې ډلې لخوا حکومت او رياست ته د خبرو اترو لپاره شرطيه بلنه ورکول د هغه رياست کمزوري په ډاګه کوي. دا چې پاکستان به تر کومه حده پر خپل هغه دريځ ولاړ وي چې تر هغو به خبرې اترې نه کوي تر څو وسله والو طالبانو د هيواد آيين نه وي منلی؟ په اسلام آباد کې مېشت د سياسي چارو کارپوه امتياز ګل وايي، پاکستان به هيڅکله د طالبانو دا ډول غوښتنو ته غاړه نه کښيږدي.

((اوس خبره داسې ده چې رياست ته د يو شخصي يا وړوکي غېر رياستي ډلې لخوا مطالبات ورکول ګمان نه کوم چې حکومت يې ومني. ځکه چې دا هغه خلک دي چې رياست يې چېلنج کړی دی، خلک يې حلال کړي دي. ډېر په ښکاره يې ويلي دي چې د پاکستان پوځ او د پاکستان حکومت زموږ دښمن دی. تر څو چې يو شخصي يا وړوکې ډله د پاکستان آيين، پارليمان او عدالتونه و نه مني نو ګمان نه کوم چې په آسانه به خبرې اترې وشي)).

په پاکستان کې ليدل شوي چې وسله وال طالبان د خپلو مقاصدو د لاس ته راوړني لپاره بېلا بېلي لارې چارې په کار راولي. په پېښور کې د سيمه ايزو چارو کارپوه عزيزالله خان وايي طالبان چې کوم مقاصد لاس ته راوړل غواړي پر هغه باندې په اوسني دور کې نه د پاکستان حکومت او نه هم ټولنه رضا کېدای شي.

((د وسله والو مقصد ډېر واضح دی او دوی هغه شان حکومت جوړول غواړي لکه څنګه چې طالبانو په ۱۹۹۶م کال کې په کابل کې جوړ کړی و. دوی هم هغسي حکومت غواړي او هغه شيان نه مني د کوم بغېر چې د نن سبا معاشره ګزاره نشي کولای. نن د وسله والو دغه شرايط دي، سبا به دوی نوري مطالبې رامخ ته کوي. نو دا ډول به دوی ورو ورو هغه خپل اصلي مقصد ته ځان رسوي. يو خو دوی غواړي چې پر سياسي طاقت قبضه وکړي او بل چې د دوی کوم سوچ دی او دوی جوړ کړی، هغه سوچ د ټوپک په زور پر ټولو خلکو باندي لاګو کول غواړي نو زما په خيال دوی خپل دغه اصل مقصد ته درومي. او زما په خيال پر هغه باندې نه يوازې د پاکستان حکومت بلکې زموږ د معاشرې د ۲۱مي صدۍ يو کس له دوی سره نشي رضا کېدلای))

په پاکستان کې حکومت له وسله والو طالبانو سره په پخوا وختونو کې هم څو ځلې خبرې اترې او لوظنامې کړې دي خو خپلو ګټو ته په کتو يا د لوظنامې د شرايطو په سرغړونې سره اوربند يا خبرو اترو مثبت پايله نه ده ورکړې. په پاکستان کې د بشير بلور تر وژنې وروسته ډېری خلک غواړي چې د ياغي وسله والو په ضد پوځي عمليات وشي او د دوی پټن ځايونه له مېنځه يووړل شي.

XS
SM
MD
LG