د لاسرسي ځای

تازه خبر

انقره غونډه کې پر افغان امن بهر خبرې کېږي


ترکي. د افغانستان ولسمشر حامد کرزی، د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او ترکي ولسمشر عبدالله ګل په انقره کې د ولسمشر په ماڼۍ کې
ترکي. د افغانستان ولسمشر حامد کرزی، د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او ترکي ولسمشر عبدالله ګل په انقره کې د ولسمشر په ماڼۍ کې




بشير ګواښ مشال راډيو

نن د پاکستان، افغانستان او ترکي ولسمشران په انقره کې د افغانستان د سولې د بهير په اړه خبرې کوي. د افغان ولسمشر حامد کرزي، د وياند مرستيال سيامک هېروي وايي، په دې ناسته کې به د سولې د خبرو ترڅنګ تيره اونۍ د هيواد د استخباراتي ادارې پر مشر د ځانمرګي بريد چې د نوموړي په خبره د بلوچستان مرکز کوټه کې پلان شوی وو، په اړه هم بحث وشي. پاکستان دا تور ردوي خو ښاغلی هېروي وايي:

((د دې ناستې اصلي اېجنډا، د افغانستان د سولې بهير دی خو ورسره ورسره به پر اسدالله خالد د ځانمرګي بريد په اړه هم بحث کيږي. افغان ولسمشر به د پاکستان ولسمشر ته [په پاکستان کې د دې بريد د پلانېدو] په اړه ثبوتونه ورکړي.))

په داسې حال کې چې پخوا پر پاکستان د سولې مذاکراتو لپاره د ريښتينو هڅو نه کولو تور وو، په دې وروستيوو کې د خبرو تيزېديو لړ کې پاکستان ځينې طالب مشران له بنده خوشي کړي.

د افغان ولسي جرګې غړی، سيد اسحاق ګيلاني وايي اوس پاکستان دريځ بدلولو ته مجبوره دی:

((پاکستان اوس پوهيدلی چې کوم اور يې لګولی وو، هغه اوس د ده لمن ته ورسيد. موږ ته د پاکستان د پارليمان غړو ويلي چې پاکستان ملامت دی، پوځ يې ملامت دی، آی، ايس، آی ملامت دی.))

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وايي اصلي خبره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بې اعتمادۍ ده چې بايد ليري شي: ((تر ډير وخته پورې بې اعتمادي وه. د بې اعتمادۍ ختمولو لپاره به وخت پکار وي. يو کال مخکې حالات داسې نه وو خو اوس دواړه (پاکستان او افغانستان) له يو بل سره کښېني او په دې ترڅ کې نورې غونډې به لا ګټورې وي.))

په داسې حال کې چې امريکا، افغانستان او پاکستان په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د ناټو پوځيانو تر وتلو مخکې د سولې بهير کاميابولو ټينګار کړی، د افغانستان د سولې عالي شورا غړی، حاجي دين محمد هم خبرو اترو ته هیله من دی:

((په دې کوشش کې يو چې دې روانو جګړو او خون خرابو د ودرولو لپاره حل پيدا کړو. په دې خاطر که په افغانستان کې او که بهر خبرې کيږي او د افغانستان د راتلونکې لپاره کيږي، نو موږ ورته اميد لرو.))

خو د پيښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو استاد، ډاکتر اعجاز خټک له پاکستانه د ريښتيني ګامونو پورته کولو اميد نه لري: ((دا خبره خو ټول کوي چې امن دې راشي خو هر سړی د خپلې خوشې امن راوستو خبرې کوي. زه په دې باب لږ پښه نيولی غوندې يم. ډير خوشبينه نه يم چې پاکستان دې په خپلو اوږدمهالو هدفونو کې یو څه بدلون راوستی وي. کوم طالبان يې چې یې پرېیښي هم دي، په هغوی کې داسې مهم کس نشته. لکه ملا غني برادر يې نه دی پرېيښی.))

اسحق ګيلاني بيا وايي، چې دا مهال خبرې تیت و پرک روانې دي او په کار ده چې افغان امن بهیر تر یوه چتر لاندې راشي: ((دا اوس يوه غونډه په ترکي کې روانه ده، دوه په پاکستان کې او يوه په پيرس کې کيدونکې ده. تر څو چې دا خبرې په يو خط نه وې روانې شوې نو هسې به خلک ستړې کړي او کومه نتيجه به ونه لري.))

راپورونه وايي، نيزدې راتلونکې کې به په فرانس کې طالبان له خپلو پخوانيوو مخالفينو او مخکینی شمالي ټلوالې اړونده، ډلې سره ملاقات کوي. بلخوا افغان حکومت د سولې د بهير کاميابۍ لپاره له ملګرو ملتونو له تور ليسټه د ځينو طالبانو د ويستلو غوښتنه هم لري.

XS
SM
MD
LG