د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې لپاره د پاکستان او افغانستان ګډه اعلامییه



ژباړه: قاسم خان مندوخېل مشال راډيو

د افغانستان د سولې اعلي شوری یو پلاوی چې د صلاح الدین رباني په مشري یې د نومبر له ۱۲مې تر ۱۵مې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې په بلنه اسلام آباد ته سفر وکړ. دغه پلاوي له ولسمشر آصف علي زداري، له وزیراعظم راجا پروېز اشرف، د بهرنیو چارو وزیر، د پوځ له لوی درستیز جنرال پروېز کیاني سره ولیدل. پلاوي د پاکستان له مذهبي او سیاسي مشرانو سره ناستې وکړې. دواړو غاړو پر هراړخیزه مسلو ژور بحثونه وکړل او د دې تر څنګ یې د پاکستانیو چارواکو له خوا د استاد برهان الدین رباني د وژلو پر پلټنو هم خبرې اترې وکړې.

دواړه لوري په لاندینۍ ګډه اعلامییه متفق شولو.

۱. د سولې اعلی شوری د سولې او پخلاینې لپاره تر دا اوسه د شوي پرمختګ په باب پاکستاني لوري ته تفصیلي حال ورکړ او په دې اړه یې د پاکستان ونډه مهمه وبلله. پاکستان په افغانستان کې د دایمي او پایداره سولې د ترلاسه کولو په موخه د لرلید او لار نقشې ملاتړ وکړ.

۲. دواړه غاړو طالبانو او نورو وسله والو مخالفو ډلو ته غږ کړی چې د تاوتریخوالي ختمولو لپاره دې د افغانانو په مشري د افغانانوخپلمنځي پخلاینې بهیر کې برخه واخلي.

۳. د سولې او پخلاینې بهیر سره د ملاتړ په موخه او د افغان حکومت د سولې اعلی شورا د غوښتنې په ځواب کې پاکستان یو شمېر بندي طالبان خوشي کوي.

۴. د پاکستان ، افغانستان او امریکا په ګډون ټول ښکلېل یا اړوند هېوادونه به ممکنه مرکچیانو ته خوندي لاره ورکوي چې د پخلاینې بهیر لا ګړندی شي.

۵. پاکستان او افغانستان به له نورو نړیوالو ملګرو سره په ګډه له نژدې څخه کار کوي چې د طالبانو او نورو ډلو هغه مرکچیانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لیسټه ووېستل شي چې د سولې خبرو کې د برخې اخیستو جوګه شي.

۶. دواړه غاړې سلا شوې چې د علماء کنفرانس جوړولو لپاره به په ګډه کارکوي چې له پاکستانه، افغانستانه او نورو اسلامي هېوادونو مذهبي پوهان (عالمان) ګډون کوي. مجوزه کنفرانس به په پاکستان، افغانستان او یا یو بل اسلامي هېواد کې رابلل کېږي. علماء کنفرانس به د اسلام په نامه د مخ په زیاتېدونکي افراطیت او ځانمرګو بریدونو ستونزه وڅېړي او له ترهګرۍ سره په ناروا توګه دې ته تړاو ورکول زموږ عظیم او سوله ییزمذهب اسلام ته تاوان رسوي.

۷. پاکستان او د افغان سولې عالي شورا پر طالبانو او نورو وسله ډلو غږ کړی چې له القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره خپل اړيکي وشلوي.

۸. دواړه غاړې دا مني چې د پاکستان او افغانستان نژدې او پرله پسې همکاري د دواړو هېوادونو تر منځ باور او اعتماد لا ټينګولای شي او د سولې او ثبات د ودې لپاره باید دوړه اړخیره ګډې هڅې پیاوړې شي، له دې سره سره باید د تاوتریخوالي او تندلایتوب پر روانه لړۍ بری وموندل شي. دوی پر خپلمنځيو ګټو او درناوي ولاړه د دومداره او اوږد مهالې ګډې همکارۍ لپاره غږ وکړ.

۹. دواړو خواو پردې ټینګار وکړ چې په رسنیو کې د یوه بل ملامتول د سنجیده خبرو اترو پر وړاندې خنډونه جوړوي. او د دې لپاره په کار ده، چې ټول حکومتي چارواکي او ویاندویان د بدو ردو بیانونو له جاري کولو او پر یوه بل له تور لګولو لاس واخلي.

۱۰. د افغان سولې عالي شورا او پاکستانیو چارواکو د پولې پورې هورې غاړې د وسله والو تګ راتګ او ګولۍ ورولو ستونزه وڅېړله. دا پرېکړه وشوله چې پر داسې لارو چارو به ږغېږو چې له مخې یې ګټوره فضا رامنځ ته شي او د یو داسې دوه اړخیزه مېکېنیزم پیلول دی چې د پولې پورې هورې غاړو ته د ګولیو ورول په بشپړه توګه پای ته ورسوي. په دې مورد کې د افغان ملي پوځ او پاکستاني پوځ تر منځ رابطې زیاتول وستایل شوې.

۱۱. یو اغېزمن مېکېنیزم باید پیل شي چې له مخې یې مستقله او عملي اقداماتو ته لاره هواره شي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان د سولې عالي شوری پر دې سلا شوله چې په افغانستان او سیمه کې د زغرده سولې او ثبات لپاره باید راشه درشه ډېره کړل شي.

XS
SM
MD
LG