د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اپيمو لوی سوداګر د عبدالرحمان دشتي په وژنه تورن




رايټر خبري اژانس په خپله يوه مقاله کي ليکي چې د روان کال د مارچ مياشتي يوه شپه د کراچې پوليسو د يو ولاړ کروله موټر په ډاله کې يو مړي وموندلو. دغه مړي د يو مشهور سرکاري افسر عبدالرحمان دشتی وو، چې یو چا په مخ ويشتلی وو ، او ګهړۍ د سرو زرو ګوتمۍ او پيسي يې ترې چا وړې وې.

اژانس ليکي چې له دغه سیمې په لږ واټن د يو کور له دروازې یې نوکرانو وينې پاکولې، چې له بلوچستان سره تعلق لرونکي يو کاروباري کس اما م بهيل کور وو، کله چې خبر يالان د پيښي ځای ته ورسيدل ، نو د پولیسو مرستيال مشر شوکت الله شاه هغوی ته وويل چې د عبدالله دشتي مشکوکه قاتل امام بهيل دي.

اژانس زياتوي چې د پولیس لخوا دغه تورونو د امام بهيل نه چاپیره د خاموشۍ حصار مات کړو، واشنګټن دغه کس د هيروينو يو داسې مهم کاروباري ګڼي چې د افغانستان د اپيمو له پټو د مغربي هيوادونو تر کوڅو پورې یې د رسد يو لړۍ جوړه کړيده.

اژانس وايي، چې درې کاله مخکې امريکايي ولسمشر باراک اوباما امام بهيل د نړۍ د نشيي توکېو د کاروباريانو باچا بللی وو، چې د وينزويلا، کولمبيا او ميکسیکو د نشيي موادو له کاروباريانو سره يې هم تعلق دی. د اوباما لخوا دغه اعلان په پاکستان کې د رسنیو توجه خو حاصله کړه، خو دغه کس د پولیسو له پامه لرې په کراچۍ کې ښه په کراره ژوند کولو.

اژانس ليکي چې په پاکستان او نړۍ کې ځینو خلکو ته مالومه ده چې د نړۍ د ۶۸ اربو ډالرو د اپيمو د کاروبار لوی لوبغاړی دا مهال په پاکستان کې مېشت دي، او دغه کاروبار په پاکستان کې د القاعده په بريدونو کې د وژل شوو کسانو نه زيات کسان وژلي دي.

اژانس وايی د عبدالرحمان دشتي په وژنه خاموشی او د اما م بهيل ددغه هيواد د سیاستوالو سره کلکو اړيکو نوې پوښتنې راپورته کړېدي چې ددغه هيواد چارواکي د نشیي توکو د کاروباريانو په اړه ولې له زغمه کار اخلي.

د عبدارحمان دشتي د وژنی شپږ مياشتي وشوي، او دهغه رشته داران وايي چې ددوی سترګې د پاکستان ستر عدالت ته دي، د دشیی یو رشته دار فدا دشتي وايي، چې پوليسو دهغه نه د موباييل ټيليفون نمبر هم اخستي وو ، خو زياتوی چې تر دا مهال ورته چا هيڅ اطلاع نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG