د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر نس به کاڼي تړو خو خپل ځواکونه روزو"


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي خبرداری ورکړ، چې پر افغان پوليسو او پوځيانو بريدونه زيات شوي دي.


دا خبرداری په داسې وخت کې ورکول کيږي، چې ټاکل شوې ده روان ميلادي کال ټول فرانسوي پوځيان له افغانستانه ووځي او د امريکا په ګډون د نورو بهرنيو هېوادو د عسکرو شمېر هم ورو ورو کم شي، څو بيا د دوه زره څوارلسم ميلادي کال تر پايه ټول يو لک او ديرش زره جنګي بهرني ځواکونه له افغانستانه بهر شي.

حامد کرزي د افغان دولت د درې ګونو قواو ترمنځ ګډې غونډې ته وويل:

«زموږ پر پوليسو او پوځيانو بريدونه زيات شوي دي، هره ورځ له شلو تر پنځه ويشت تنو پورې افغانا قربانېږی.»

ولسمشر کرزي بيا پرافغان ځواکونو د بريدونو د زياتيدو په اړه وويل، چې دا د دې خاورې د دښمنانو کار دی چې بنسټونه يې ورانوي:

«د افغانستان دښمن پوهيږي، چې دغه د افغانستان ساتنه کوي او بنسټ دي، نو دوی غواړي چې د دې خاورې امنيتي بنسټ کمزوری کړي.»

د افغانستان د حکومت مخالفو وسله والو يوازې روانه اونۍ پر ناټو او افغان ځواکونو درې ځلې ځان وژونکي بريدونه وکړل. دا حملې په ختيځ او جنوب کې وشوې.

تيره ميلادي مياشت چې کله د امريکا په شيکاګوکې د ناټو د مشرانو غونډه وه هلته بهرنيو ژمنه وکړه، چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره به هر کال څلور ميليارډه ډالر تر دوه زره څوارلسم کال وروسته له افغانستان سره مرسته کوي، خو ولسمشر کرزي نن وويل، که دا پيسې وي يا نه وي خپل ځواکونه به خامخا روزو:

«افغانستان به پروړه خوري دا ځواکونه به روزي، که د بهرنيو پيسې وي که نه وي، که د بهرنيو څلور زره ميليونه ډالر وي که نه وي، موږ به کاڼي پر نس تړو، وږي به کښينو، پروړه به خورو خو دا ځواکونه به سره سموو، ځواکونه دې هم ډاډه وي او خلک دې هم ډاډه وي.»

حامد کرزي، چې ټاکل شوې ده له افغانستانه د بهرنيو جنګي ځواکونو له وتلو سره په دوه زره څوارلسم کال کې له واکه لرې شي هيله څرګنده کړه چې په راتلونکو دوو کلونو کې امنيتي برخې ته توجه خورا زياته وشي.
XS
SM
MD
LG