د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا په مرسته په جنوبي وزیرستان کې سړک جوړ شو


د ټانک- جنډولې سړک مخکې او بیا تر تعمیر وروسته.
د ټانک- جنډولې سړک مخکې او بیا تر تعمیر وروسته.
خالد خان، مشال راډیو

پېښور -
د خیبر پښتونخوا ګورنر بیرسټر مسعود کوثر د قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان او د نیمه قبایلي سیمې جنډولې د سفر پر مهال د ۱۱۰ کیلومیټره اوږد سړک، او په چکملې کې یې د وزیرستان انسټي ټیوټ اف ټیکنیکل اېجوکېشن (د تخنیکي زده کړو اداره) کې یې زده کوونکو ته بریلیکونه یا سندونه هم ورکړل.

دا سړک له ټانکه جنډولې او بیا تر مکینه پورې ځي او د پاکستان د فرنټییر ورکس ارګنایزېشن اداره یې جوړوي.

دا سړک د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې یو ایس اې آی ډي په مالي مرسته جوړشوی.

په یوه خبري بیان کې، د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې یو ایس اې آی ډي مشر ډاکتر انډریو سېسن ویلي، ((دا سړک د پاکستان د حکومت او امریکا تر منځ د همکارۍ ښه مثال دی او موږ په دې ویاړو چې د دې مهم سړک په جوړولو کې شریک یو.))

د خیبر پښتونخوا ګورنر بیرسټر مسعود کوثر
د خیبر پښتونخوا ګورنر بیرسټر مسعود کوثر
ډاکتر سېسن وايي: (( موږ په دې نظر یو چېې دا سړک د اقتصادي رغاونې او د پاکستان په دې مهمې سیمې کې د اوږد مهاله امنیت لپاره مهم حیثیت لري ځکه چې دا به د سیمې د اوسېدونکو لپاره د کار موقعې برابرې کړي، زرعي سیمې او بازارونه به له یو بل او له ټولنو سره وتړي چې په تېر مهال کې یې دا اسانتیا نه لرله. دا سړک به په سیمه کې سولې او ثبات ته وده ورکړي.))

د ۲۰۱۰ز کال د سېلاوونو له وجې د ټانک- مکین دا سړک ډېر خراب شوی وو.

دا سړک د جنوبي وزیرستان احمد وام، سره روغه، کوټکۍ له ټانک او اسماعیل خان دېرې سره تړي.

په بیان کې راغلي، د امریکا مالي مرستې د فاټا سېکرټرېټ او فرنټییر ورکس ارګنایزېشن ته دا موقع ورکړه چې وران شوی سړک جوړ کړي او په کې پلونه او سورنګونه هم تعمیر کړي.

بیان زیاتوي، امریکا په جنوبي وزیرستان کې د سړکونو او د نور انفرا سټرکچر د جوړولو لپاره له ۱۵۰ میلیونه زیات ډالر مرسته کړې ده.
XS
SM
MD
LG