د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیپلزګوند پر دوو محاذونو جنګېږي


د پاکستان لومړی وزیر سید یوسف رضا ګیلاني او ولسمشر آصف علي زرداري
د پاکستان لومړی وزیر سید یوسف رضا ګیلاني او ولسمشر آصف علي زرداري

پاکستان دامهال د بهرنیو لانجو ترڅنګ په کور دننه له ګڼو سیاسي ستونزو سره مخامخ دی. د پيپلز ګوند حکومت په یوخت کې له پوځ او عدلیې سره په ټکر کې دی، خو بیا هم هڅه کوي، چې دواړو زورورو ادارو ته په ماتې ورکولو سره میدان وګټي.

که څه هم ولسمشر آصف علي زرداري او وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني، چې د یوه ګوند غړي دي له پوځ او عدلیې سره مقابله خپل حکومت ته دوام ورکول نه بلکې د جمهوريت پر وړاندې ددې ادارو زور ماتول یا ختمول ګڼي خو ډیری کارپوهان په دې باور دي، چې دغه ادارې له لومړي سره له آصف زرداري سره چندانې جوړې نه وې.


څو ورځې وړاندې په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې د پاکستان پوځ یووارې بیا د کودتاه لپاره ځان تیاروي، خو دسیاسي چارو کارپوه قریش خټک وايي، په دې کې شک نشته چې پوځ نور اوسنی جمهوري حکومت نشي زغملی خو دا ځل به د کودتاه پرځای د قانون پر مټ خپل هدف ته ځان رسوي :

((د پاکستان په تاریخ کې، چې کله هم ملکي حکومت له سیاسي پلوه کمزوری شوی، نو پوځ پرې ګوزار کړی او له واکه یې غورځولی.خو د پاکستان اوسني بحراني حالت ته په کتو سره داځل پوځ نه غواړي، چې د تیر په شان د ټوپک په زور حکومت نسکور کړي.
حقیقت دادی، چې عدلیې د حکومت دیوالونه نړولي او زور یې ور ختم کړی نو قوي امکان دی، چې پوځ له همدې لارې خپل هدف ته ځان ورسوي ))

دملکي حکومت او پوځ ترمنځ پټ اختلافات د ۲۰۱۱ میلادي کال په مۍ میاشت کې د امريکايي ځواکونو له لوري د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته هغه مهال په ډاګه شول، چې زرداري او ګیلاني په خپله خاوره کې د اسامه د موجودیت پړه پر نظامیانو واچوله.

دغه لانجه لا نه وه هواره، چې د واشنګټن ته د یوه لانجمن لیک کیسه راپورته شوه چې پکې د ادعاوو له مخې د ولسمشر زرداري نوم اخیستل کېږي چې په پاکستان کې احتمالي پوځي کودتاه پر مهال دې ورسره مرسته وکړي او ورپسې څو ورځې وړاندې وزیراعظم ګیلاني له یوې چینايي ورځپاڼې سره په مرکه کې د پوځ او آی اېس آی پر مشرانو سختې نیوکې وکړې.

پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نوموړي څرګندونې وغندلې او د ناوړه عواقبو خبرداری یې ورکړ.

دسیاسي چارو کارپوه او ورځپاڼه لیکونکی عقیل یوسفزی ددې پوښتنې په ځواب کې، چې د پاکستان سرزوری پوځ، چې ځان د هیواد د ګټو مدافع او مالک بولي څنګه دومره غلی دی او کودتاه ته زړه نه ښه کوي، وايي :

((اوسمهال د پوځ لپاره نیغ په نیغه ګام پورته کول او د پوځي کودتا له لارې د حکومت ړنګول تر ډیره ناشوني ښکاري، ځکه چې ملکي حکومت د نړیوالو تر غوږونو دا خبره رسولې، چې په پاکستان کې ټولې مهمې چارې د پوځ له لوري یا په خوښه کیږي.
له همدې امله د پاکستان پوځ دا مهال د امریکا په ګډون د نړیوالو له سخت فشار سره مخ دی ځکه دغسې یوه اقدام ته زړه نه ښه کوی.
زما په نظر دا به غوره وي، چې پوځ هم خپل حیثیت او قانوني صلاحیتونه په پام کې نیولو سره د ملکي حکومت پر وړاندې د خنډونو جوړولو پرځای د هغوی مرسته وکړي او ددې حکومت د مودې پوره کیدو وروسته خپل اهداف تر لاسه کړی ((

د پاکستان ملکي حکومت، چې پای ته یې څه باندې یو کال پاتې دی همهاله د پوځ او عدلیې له سختو مخالفتونو سره مخامخ دی.

که څه هم زرداري او ګیلاني په کلکه ویلي، چې هیڅکله به دې دواړو زورورو ادارو ته سر ټيټ نه کړي او که سخته ورځ پرې راغله نو ولس ته په مخ واړوي.
XS
SM
MD
LG