د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پخواني سفیر حسین حقاني راتلونکې به څه وي؟


 په امریکا کې د پاکستان پخوانې سفير حسېن حقاني
په امریکا کې د پاکستان پخوانې سفير حسېن حقاني
د ورځپاڼې نيويارک ټايمز په يوه مقاله کې راغلي دي په امريکا کې د پاکستان پخوانې سفير حسېن حقاني دا مهال د سرو زرو په پنجره يانې د پاکستان وزيرعظم په کور کې دی خو نوموړې داسې احساسوي چې نظر بند دی او ژوند يې هم محفوظه نه دی.

په مقاله کې راغلي دي يواځې څو مياشتې وړاندې حسېن حقاني په امريکا کې د پاکستان سفير وو ، پر اعتماده وو ، په واشنګټن کې به يې لوی لوی ډپلومېټان، جرنېلان ، خبريالان او د سپېنې ماڼۍ اتاشيان مېلمانه وو ، خو اوس حقاني د غونډۍ په څوکه د وزيرعظم کور پورې محدوده دی او امريکايې چارواکو ته په لېږل شوي مشکوکه خط باندې په يو قانوني جنګ کې راګېر دی ، چې له وجې يې حسېن حقاني وايي ژوند يې له خطر سره مخامخ دی.

په مقاله کې راغلي دي حسېن حقاني او د هغه ملګري وايي چې حقاني پسې ملتپالو او ښي اړخې مېډيا کمپاين شورو کړی دی او نوموړی ويرېږي چې د هېواد استخباراتي اداره به يې اغوا کړي او يا به يې مړ کړي.

حقاني چې د پاکستان وزيرعظم په کور کې ديره دی په تېرو څو مياشتو کې يو اځې درې واري بهر ته وتلی دی ، دوه وارې د عدالتي کاروايې اوريدو او يو وارې د غاښونو د معاينې لپاره ډاکټر له تللی دی .

۵۵ کلن حسېن حقاني چې يو پخوانی خبريال او د بوسټن يونيورسټۍ پروفسر پاتې شوی وايې اوس د نظر بندۍ په شان ژوند کوي.

حسېن حقاني او د پاکستان حکومت څو وارې په دې خبره ټينګار کړی چې د دوی له خط سره هېڅ تعلق نه شته او هیڅ بنیاد نلري. خو د پاکستان پوځ دا خبره نه مني او وايي چې د واک ترله سه کولو لپاره دا منصوبه جوړه کړی شوې وه.

او همدغه وجه ده چې ددغه لانجمن لیک د رسوايي پر سر د پاکستاني پوځ او ولسي حکومت ترمنځه ترنګلتيا زياته شوې.

د پاکستان ولسي حکومت د پوځي فشار له وجې حسېن حقاني په دې مجبوره کړو چې له خپلې عهدې استعفا ورکړي. حسېن حقاني وايې د هغه ژوند ته دوه قسمه خطرې دي يو خو د هغه د پخوانۍ وکيلې عاصمه جهانګير په وينا له استخباراتي ادارې ده او دويمه دا ده چې په پاکستان کې په ځینو خلکو کې دامريکا ضد جذبات موجود دي او دارنګ حسېن حقاني ډاريږي کېدای شي د هغه يو خپل محافظ یې ووژني ، لکه څنګه چې د پنجاب پخوانی ګورنر د هغه خپل محافظ ووژلو.

د حسېن حقاني دې حالاتو ته په واشنګټن کې هم د لويو خلکو پام اوښتی دی ، د امريکا په سېنټ کې يو شمېر غړي لکه جان مکېن، مارک سټيون ، جوزف ون لېبر مېن او نور داسې غړو تېره اونۍ ويلې وو د حسېن حقاني سره روان چلند هغوی ډير اندېښمن کړيدي، دوی خبر داری ورکړو چې په پاکستان کې عدالتي پېنل د يو باعزته تن خلاف د سياسي انتقام لپاره کارول کېږي.

د حسېن حقاني د کيس په اړه د درې ججانو پېنل به د روانې جنورۍ مياشتې تر پایه خپلې پلټنې بشپړوي ، دا اوس په نتيجو انحصار کوي کېدای شي حقاني يوه رسمي عدالتي کاروايې سره مخامخ شي او که نه جرم پرې ثابیتېږي نو جيل ته به ځي.
XS
SM
MD
LG