د لاسرسي ځای

تازه خبر

۲۰۱۲ د بلوچستان کال دی. ګیلاني


بلوڅ پاڅونکي چې د بلوچستان کورواکي غواړي
بلوڅ پاڅونکي چې د بلوچستان کورواکي غواړي
خدای نور ناصر - مشال ریډیو

په داسي حال کي چي د نوي عیسوي کال پېلېدو ته يواځي څو ورځي پاتې دي. دپاکستان وزیراعظم راتلونکي کال ته دبلوچستان نوم ورکړ. دبلوچستان د ګورنر نواب ذوالفقار علي مګسي له خوا په يوې خبرپاڼه کي د وزیراعظم په دې خبره د خوښۍ څرګندونه شوې. او زیاتوي په راتلونکي کال کي به دبلوچستان ټولي ستونځي هواري شي. بلوڅ سیاستوال او د نېشنل ګوند غړی ډاکټر حی بلوڅ وايي، خبري ښې دي، خو په عمل کېدای نشي.حی بلوڅ مشال ریډیو ته وویل...

؛زه قطعاً دې ته اهمیت نه ورکوم. ددې خبري هیڅ اهمیت نشته. داسي بیانونه خو دوی له څلورو کالو راهیسي ورکوي.او په دې کي هیڅ صداقت نشته. تر ټولو لويه خبره دلته دا ده چي بلوچستان دا وخت د امنيتي ځواکونو په لاس کي دی. او سوال هم نه پيداکېږي چي څوک دي ددې ستونځي هواري کړي.؛


که څه هم د اوسني حکومت له راتلو سره سم واکمن ګوند دبلوچستان له خلکو څخه معافي وغوښته. او له اولي ورځي يې دبلوچستان د ستونځو د هوارولو خبري پيل کړې خو د بلوچستان صوبې سیاستوال وايي اوسني حکومت هم د نورو حکومتو په څير دبلوچستان لپاره څه ونه کړه. بلوڅ ملت پالي تل د بلوچستان د ناامنۍ ذمه واره د پاکستان پوځ او د هغوي استخباراتي ادارې بولي. او په تکرار سره وايي دپاکستان هیڅ حکومت دوی ته خپل حقوق نه ورکوي . او په همدې ځيني بلوڅ ملتپالو د حکومت پرضد وسله واله مبارزه هم پیل کړې.
XS
SM
MD
LG