د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حقاني شبکې پر وړاندې دهیلري کلنټن هلې ځلې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن


سرچینه: فارن پالیسي مجله

ژباړه :ملیحه امیرزاده - برګ مشال ریډیو

په فارن پالیسي مجله کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن اسلام آباد ته د تګ په اړه لیکل شوي. او زیاتوي دا دوره د امریکا لخوا د هغه وروستیو هڅو برخه ده چې د حقاني شبکې خلاف د پاکستان واکمن جنرالان د کاروايي کولو لپاره وهڅوي.

افغان اورپکی ډله حقاني شبکه چې د پاکستان په قبايلي سیمه شمالي وزیرستان کې میشت ده ، امریکا یې د القاعده او طالبانو په شان د ځان لپاره خطر بولي.

په مجله کې لیکل شوي د حقاني شبکې په اړه د عملیاتو کولو غوښتنې یو وارې بیا په داسې حال کې زور نیولې چې په ورستیو کې د امریکا د ګډو ځواکونو پخوانی مشر ایډمرل مایک ملن د پاکستان په استخباراتي ادارې آي ایس آی د دې ډلې سره د تړاؤ لرلو تورونه لګولې و.

په مجله کې د طالبانو د مشر ملا عمر کوټې شورا ته هم اشاره شوی چې په بلوچستان کې مرکز لري. خو په دې اړه ډېر لږ وضاحت کیږي چې ولې پاکستان د دې ډلو ملاتړ کوي. او بیا دغه ډله په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو پر ضد په ګوریلا جنګ کې بوخت دي.

فارن پالیسي د دې وجه بیانوي چې پاکستان ته دا ویره ده که چیرې طالبان د ماتې سره مخامخ شي او امریکا د افغانستان نه لاړه شي نو شا ته به یو داسې افغان حکومت پریږدي چې د دښمن هیواد هند سره ملګرتیا لري. او که چیري هیلري کلنټن په دې پوهیدلو کې ناکامه شي نو د پاکستان سره به یی پر اړیکو خراب اثر وشي. او د ناکامۍ سره به مخامخ شي.

په مجله کې لیکل شوي امریکا ډېر کوشش کړی چې د کابل او افغانستان تر مینځ دوستانه تعلقات پر مخ بوځي خو په کې ډېره نه ده کامیابه شوی. دغه واړه ګاونډي هیوادونو تر مینځ تعلقات د پخوا نه ښه نه دي. او د افغان ولسمشر حامد کرزی د خپل پلار د مرګ لپاره هم اسلام آباد باندې تور لګوي چې د نهم ستمبر د پيښې نه ډېر مخکې په پاکستان کې وژل شوی و.
فارن پالیسي د هند او افغانستان د تعلقاتو په اړه ليکي په ورستیو کې د دواړو هیوادونو تر مینځ سټریټیجیک تړون لاسلیک شو چې تر مخه به یې هند افغان امنيتي ځواکونو ته تربیت ورکوي. هند په کشمیر کې د پاکستان لخوا د جهادي ډلو ملاتړ لپاره دا یوه ښه موقع ګڼي چې دا ډول پاکستان ویروي.


مجله ليکي دې پرمختګونو ته په پام سره پاکستان خبرداره شوی چې ګیني کیدای شي تاریخي دښمنان ترې ګېر چاپېره شي. نو ځکه په ډې لړ کې د پاکستان لخوا د طالبانو د ملاتړ وضاحت کیدای شي. د مجلې په خبره داسې نه ده چې ګیني پاکستان طالبان خوښوي. خو چې کله د هند او افغانستان ملګرتیا ته وګوري نو اسلام آباد لپاره دا تر څه حده یوه آسانه لاره ښکاري.
XS
SM
MD
LG