د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر سېلاو یو کال وروسته د پنجاب د دوو کلیو انځور


جامشورو: تر سېلاو وروسته یو ماشوم د سېند جامشورو په میدان. د ۲۰۱۰ز کال د جولای ۲۵مه
جامشورو: تر سېلاو وروسته یو ماشوم د سېند جامشورو په میدان. د ۲۰۱۰ز کال د جولای ۲۵مه
ژباړه: بوریوال کاکړ، مشال راډیو
سرچینه: اسوشي اېټډ پریس


اسوشي اېټډ پریس خبري اژانس په پاکستان کې د تېر کال د سېلابونو له امله د ځپل شوو دوو کلیو له اوسېدونکو سره خبرې کړې دي.

په دوی کې د یوه کلي اوسېدونکي وايي چې په بشپړ ډول، له پامه غورځول شوي دي او د بل کلي اوسېدونکي بیا هغو کورونو ته د ورکډه کېدو تیاري کوي چې د پنجاب د حکومت او د یوه ځايي شتمن کس له خوا په ګډه ورجوړ کړل شوي دي.

رپورټ د پنجاب صوبې د موړ جنګي نومي یوه کلي د اوسېدونکي نذیر احمد کیسه کوي او لیکي: ((نذیر احمد چې په خېمه کې اوسېږي ، د خښتو د پخولو کار کوي او د ورځې تر ۳۰۰ روپیو کمې ګټي ، دا تمه نه لري چې دی دې د تېر کال په سېلابونو کې وران شوی خپل کور بیرته جوړ کړي.))

رپورټ لیکي ، په داسې حال کې چې پينځه لوڼې او دوه زامن ورباندې راټول ول نذیراحمد وویل، دی دا توان نه لري چې پېسې بچت کړي او څاروي او ځمکه هم نه لري چې یې خرچه کړي. او د خپل کور په جوړولو کې یواځې ورسره خدای مرسته کولای شي .

رپورټ د موړجنګي کلي د یوه بل اوسېدونکي اشفاق احمد له خولې لیکي: ((تر سېلابونو وروسته حکومت ژمنه ورسره کړې وه چې د کورونو د بیا جوړولو لپاره به د وطن کار له لارې شاوخوا یو لک روپۍ ورکوي)) خو د هغه په خبره ((حکومت له دې یواځې شا و خوا ۲۰۰۰۰ روپۍ د کورنۍ پر سر ووېشلې.))

رپورټ لیکي: ((د مورجنګي اوسېدونکي په دې اړه اندېښمن دي چې که سږ کال د پشکال له امله سېلابونه بیا راغلل نو دوی به څه کوي؟))

رپورټ د یوه بل کلي ویړالیا سبره د اوسېدونکي ملک مرید له خولې لیکي: ((د تېرکال د اګست پر څلورمه په دې کلي د سېلاب اوبه ورننوتې او ټول ۱۶۸ کورونه یې وران کړل.

دا کلی د پاکستان د یوه شتمن کس میا محمد منشا یوه پاور پلانټ ته ورنېږدې دی چې ډېر کلیوال په کې کار کوي.

د میا محمد منشا کمپنۍ او د پنجاب حکومت پر دې سلا شوي ول چې د ۶۰۰۰۰۰۰۰ روپیو په لګښت ۱۰۷ کورونه جوړ کړي له کوم چې ۱۰۱ کورونه تیار شوي دي او د سېلاب ځپلو تر هغو کورنو ښه دي چې دوی تر سېلاب له په کې ژوند کاوی.

رپورټ لیکي ملک مرید خوشاله دی او وايي ، میا محمد منشا تل د دوی خیال ساتي او د دوی اړتیاوې پوره کوي.

رپورټ لیکي د خټو پر ځای په خښتو جوړ شوي او بجلي لرونکي دا کورونه دې ته تیار دي چې د تېر کال سېلاب ځپلي او بې کوره شوي خلک خپلې کډې ور وړي.

رپورټ د نړیوالې ادارې اکسفام د رپوټ له مخې لیکي ، د تېرکال کال سېلابونو په پاکستان کې شاوخوا دوه زره کسان ووژل ، شاوخوا شپاړس میلیونه کورونه یې یا خو وران کړل او یا یې زیانمن کړل ، تر اته لکه زیاتې کورنۍ یې بې کوره کړې ، او په زرګونه اېکړه ولاړ فصلونه یې له منځه یووړل. او له سېلاب ځپلو څخه تر لس لکه زیات کسان اوس لا هم د خوراک لپاره مرستې ته اړتیا لري.

د اکسفام رپورټ زیاتوي ، د بیا رغونې لپاره د اټکل له مخې شاوخوا اربه ډالر په کار دي چې د پاکستان د کلني بجټ څلورمه برخه کیږي او دا نه ده مالومه چې پاکستان به دا پیسې له کومه را پیدا کوي. او که چیري د مون سون د دې کال بارانونه د سېلاب سبب ګرځي نو پاکستان ورته تیار نه دی.
XS
SM
MD
LG