د لاسرسي ځای

تازه خبر

به افغانستان او سیمه کې د نشيي توکیو د مخنیوي لپاره د امريکا نوی پلان




امريکا د افغانستان او ورسره خو او شا ملکونو کې د مخدره موادو د قاچاق او سمګلينګ د مخنيوي لپاره يو نوی پلان جوړ کړی چې تر مخه به يې د سمګلينګ پر ضد د هيوادونو ترمنځ اړيکې ښه او کارونه منظم شي.

په واشنګټن کې د مخدره موادو د قاچاق د مخنيوي چارواکي په داسې حال کې د افغانستان څخه د مرکزي ايشيا هيوادونو ته د مخدره توکو د ليږد د مخنيوي لپاره د يو نوي پلان د جوړولو خبره کوي چې ويره څرګنديږي له افغانستانه د امريکايې پوځيانو وتل به قاچاق وړونکو ته ګټه ورسوي.

د دې پلان ترمخه به تاجکستان، قزاقستان، کرغيزستان، ترکمنستان، ازبکستان، روس او افغانستان په خپل منځ کې د مخدرو توکو د قاچاق د مخنيو ي په ترڅ کې معلومات شريکوي او د قاچاق وړونکو د نيولو لپاره به د هغوی پر ضد کيسونه جوړوي. د نړيوالو مخدره توکو پر ضد د قوانینو د عملي کولو لپاره د امريکا د بهرنيوو چارو د وزارت مرستيال وزير ويليم براون فيلډ وايي چې دا پلان ډير اهميت لري. هغه زياتوي.

((د مرکزي ايشيا د هيوادونو لپاره يې څه اهميت دی؟ اهميت يې دا دی چې دغه هيوادونه به د قاچاق وړونکو پر ضد د قانون د عملي کولو، د عملياتو کولو او له افغانستان څخه د مخدره موادو د توليد په اړه راوتونکي حساس او مهم معلومات لاس ته راوړلی شي. د روس لپاره يې څه اهميت دي؟ اهميت يې دا دی چې روس به د دې پلان ترمخه د افغانستان او مرکزي ايشيا پنځوو هيوادونو سره په داسې توګه وتړي چې پخوا نه وو تړل شوی.))

د دې پلان ترمخه به د قاچاق وړونکو ضد ځواک د امريکا له خوا روزل کيږي او د دوی لپاره به ضروري سامانونه اخيستل کيږي. د دې پلان پر سر د هوکړې د پيدا کولو لپاره ويليم بروان فيلډ د مرکزي ايشيا هيوادونو ته سفرونه کړي او په دې اړه يې د اړونده هيوادونو نظرونه اخيستي. بروان فيلډ وايي چې هغه ته داسې انديښنې وراورول شوي چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو سره به له دې هيوادو د اپینو او مخدره توکو قاچاق زيات شي خو نوموړی وايي چې دا ستونزه به ډيره نه شي ځکه چې د امريکايي پوځيان کميدل په دې مانا نه دي چې د افغان ځواکونو سره به د امريکا ملاتړ کم شي. هغه وايي :

((زما په خيال مونږ په افغانستان کې پرمختګ کوو. زه باور لرم چې له افغانستان څخه د ناټو او امريکايي پوځيانو د وتلو سره سم به مونږ د افغان ځواکونو په وړتياوو کې د زياتوالي او د افغانستان د قانون د عملي کوونکو ځواکونو سره د نړيوالو په ملاتړ کې ډيروالی هم وينو ځکه چې زه بايد دا درياده کړم چې د افغان ځواکونو سره د ملاتړ د کمولو هيڅ پلان نشته. په افغانستان کې يوازې زمونږ پوځي شتون کميږي. ))

امريکا په داسې حال کې د دې پلان د وړاندې کولو خبره کوي چې د روس د دفاع وزارت په رسمي ورځپاڼې، کراسنايا زویزدا ، په دې اړه انديښنه ښودلي. دې ورځپاڼې د افغانستان او تاجکستان پر پوله باندې د امريکا په مالي مرسته جوړ شوي يو چيک پوسټ چې تيره اونۍ يې ويليم براون فيلډ افتتاح کړي په اړه په يوه مقاله کې ليکلي دي چې دا په سيمه کې د امريکا مکمل پوځي شتون نه دی خو هر څه له وړو شيانو شروع کيږي. ياده دې وي چې روس په ۲۰۰۵ کال کې د تاجکستان په خاوره کې د افغانستان د پولې سره نيزدې ګزمې کړي وي او دې پولې ته د بيرته راستنيدنې په اړه يې علاقه ښودلي وه.

خو ويليم براون فيلډ وايي چې د مخدره موادو د قاچاق د مخنيوي هدف د امريکا او روس شريک هدف دی.
XS
SM
MD
LG