د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان او پاکستان کې امریکا څنګه تېروتې ده



ژباړه:نجیب عامر


دي نیشنل انټرسټ لیکي چې امریکا د جنوبي ایشیا په سمولو کې پاتې راغلې ده . په هندوستان کې حکومت په جوهري څانګه کې د امریکايي شرکتونو د پانګې اچونې لپاره د قانون اړولو نه انکار کړی دی.

تردې مخکې د هند حکومت دوه امریکايي کمپنۍ د لسو بلیونو ډالرو د جنګي الوتکو د جوړولو دیوې پروژې د بولۍ ورکولو نه ویستې وې.

په پاکستان کې امریکا پرته د پاکستان له مرستې اسامه بن لادن ولټولو او په نخښه یې کړو ، دنیټو غیر رسمۍ غړي هیواد پاکستان ددې باوجود چې بار بار به یې انکار کولو خو دمجلې په باور په یو وړوکي ښار ګوټي کې یې چې د پوځي مرکزونو لپاره شهرت لري ورته تر کلونو کلونو پورې پنا ورکړې وه .

دې نیشنل انټرسټ بیا دافغانستان حالاتو ته مخه کوي او لیکي په طالبانو د غلبې موندلو نه د لسو کلونو د تیریدو باوجود هلته د امریکا کړن لاره روښانه نه ده . دوی تراوسه دې پوښتنې ته ځواب نه دی موندلی چې د ترهګرۍ خلاف پیل کړی جنګ دې جاري وساتي که محدود یې کړي ؟

هند دامریکا لپاره یو ملګری هیواد دی خو اتحادي نه دی ، پاکستان اتحادي هیواد دی خو بیا ملګری نه دی او افغانستان د هرچا لپاره یوه ستونزه ده


مجله لیکي داهم معلومه نه ده چې دافغانستان په راتلونکې کې به د پاکستان ونډ‌ه څه وي ؟ ایا هلته به د هندوستان موجودیت و زغمي چې د مخکې نه هلته لویه اقتصادي ونډه لري.

دي نیشنل انټرسټ لیکي په افغانستان ، پاکستان او هندوستان کې دامریکا د نه کامیابۍ ډیر لاملونه شته . یوه وجه داده چې دپاکستان او افغانستان د درک کولو لپاره دامریکا تصور روښانه نه معلومیږي ، داسې ښکاري لکه امریکا چې د سیمې په پیژندلو کې پاتې راغلې وي ، همداده چې پرله پسې غلطیانو سره مخامخیږي.

د مجلې په باور ترکلونو کلونو پورې د پاکستان او هندوستان لپاره دامریکا کړن لاره د ( ساړه جنګ ) پر چوکاټ راګرځېده . هند په ناسمه د شوروي اتحاد ملګری ګڼل کیده ، دا خیال همدومره ناسم و لکه پاکستان چې د امریکا ملګری ګڼل کیده . او دې کار امریکا ته ډیر تاوانونه ورسول ځکه د هندوستان سره یې خپلې ګټې له پامه وغورځولې ، همدارنګه دپاکستان په لویو کارونو هم سترګې پټې کړی شوې چې په ترڅ کې یې دې هیواد جوهرې وسلې جوړې کړې او د ترهګرو شبکې یې رامنځ ته کړې چې اوس د نړۍ لپاره یوګواښ ثابت شوی .


د ساړه جنګ د ختمیدو نه پس امریکا په دې ونه توانیده چې د هند او پاکستان ترمنځ د جوهري وسلو د ازمویلو منډه راکمه کړي او د چین سره هم په دې خبره کې پاتې راغله چې دپاکستان سره یې په دې لاره کې د مرستو نه منع کړي.

او بیا د دوه زره یو کال د سپټمبر د یوولسمې پېښې رامنځ ته شوې چې ورپسې د ترهګرۍ خلاف نړیوال جنګ پیل شو ، هند او پاکستان ته په جلا نظر وکتل شول ، لکه دوی چې د یوبل سره هیڅ ډول اړیکې نه لري او دا د جنوبي ایشیا د پیژندلو لپاره د امریکا یوبل غلط تصور و .

دي نیشنل انټرسټ وړاندې لیکي د یو لوی ځواک په توګه د هندوستان د مخې ته راتلو او د پاکستان د ماتې سره د مخ کیدو او د چین د مقبولیت د زیاتیدو او په افغانستان کې د بې ثباته حالاتو نه پس دسیمې د پیژندلو لپاره لویو اصلاحاتو ته اړتیا لیدل کیږي.

مجله په اخره کې لیکي امریکا د افغانستان ، پاکستان او هندوستان لپاره په خپله کړن لاره کې د اصلاحاتو په راوستلو د خپلو غلطیانو ازاله او جبران کولی شي ، دي نیشنل انټرسټ لیکي هند دامریکا لپاره یو ملګری هیواد دی خو اتحادي نه دی ، پاکستان اتحادي هیواد دی خو بیا ملګری نه دی او افغانستان د هرچا لپاره یوه ستونزه ده . په دغو درېواړو هیوادونو کې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره امریکا دسیمې لپاره یوې نوې کاري ډلې ته اړتیا لري.
XS
SM
MD
LG