د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او پاکستان اړيکي تر بل هروخت لاندې کچې ته تللي



واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي چې له ۲۰۰۱ کال راهيسې د امريکا او پاکستان اړيکې تر ټولو خراب حالت ته رسيدلي دي. د ورځپاڼې په وينا د دواړو هيوادونو اړيکې لاپسې خرابيدای شي ځکه چې د پاکستان د پوځ مشر په پوځ کې دننه د افسرانو له خوا له امريکا سره د اړيکو د کمولو لپاره تر فشار لاندې دی.

واشنګټن پوسټ د يوه امريکايي چارواکي له خولې ليکلي چې د پاکستاني پوځ د مشر جنرال اشفاق کياني افسران د امريکا سخت خلاف دي او هغه محبوره دي چې دوی قرار کړي.

ورځپاڼې ليکلي چې په امريکا کې هم له پاکستان سره په اړيکو نا ارامي ښودل کيږي. پرون امريکايي سياست والو د پاکستان له خوا د هغه کسانو په نيولو خواشيني وښوده چې د اسامه بن لادن د وژلو په لړ کې يې د امريکا سره د معلوماتو په شريکولو کې مرسته کړي وه.

د واشنګټن پوسټ په وينا په نيول شوو کسانو کې د پاکستان د پوځ يو ډاکټر ، ميجر عامر عزيز دی چې په ايبټ اباد کې د اسامه د کور سره نيزدې اوسيده او تيره مياشت د امريکايانو له خوا د بن لادن له وژل کيدو وروسته تری تم دی.

ورځپاڼه د چارواکو له خولې وايي چې ميجر عزيزله هغه پاکستانيانو څخه يو وو چې پرته له دې چې د اسامه په باره کې ورته وويل شي، د اسامه کور ته د تلونکو او راتلونکو خلکو د تصويرانو د اخيستلو او د هغوی په باره کې د معلوماتو د راټولونې لپاره ورته پيسې ورکړل شوي وي.د ورځپاڼې تر مخه په ايبټ اباد کې د ميجر عامر عزيز يو ګاونډي ويلي چې د عزيز کورنۍ له دې نه ده خبره چې هغه چيرته وړل شوی.

واشنګټن پوسټ ليکي چې په کانګرس کې د امريکا د دفاع وزير اود امريکا ګډو ځواکونو د مشر سره د يوې اوريدنې پر مهال، يو سينيټر پيټريک ليهي وويل چې پاکستان په داسې حال کې د امريکا سره د اسامه بن لادن د وژلو په لړ کې د معلوماتو د شريکولو په تور خلک نيسي چې همدا ملک په ښکاره وايي چې غوښتل يې امريکا اسامه ته ورسي. په ځواب کې يې د دفاع وزير رابرټ ګيټس وويل چې په نړۍ کې زياتره حکومتونه يو بل ته دروغ وايي. آن د آمريکا ځينې نيزدې اتحادي ملګري هيوادونه هم په امريکا پسې جاسوسان استوي.


په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې راغلي چې د امريکا او پاکستان اړيکې له دې کبله د اسامه د وژلو له عملياتو وروسته ډيرې خرابې شوي چې امريکايانو د پاکستاني پوځ له خبرولو پرته دا عمليات کړي وو او دا هغه خبره وه چې د پاکستان د پوځ او جاسوسي ادارې د غصې او شرم سبب شوي.

د واشنګټن پوسټ په وينا همدا وجه ده چې پاکستان په دې وروستيو کې له امريکا د ملک په قبايلي سيمو کې پر القاعده او افغان طالبانو د ډرون بريدونو د مخنيوي غوښتنه زياته کړي. بل خوا پاکستان لږ تر لږه د امريکا د جاسوسي ادارې سي، آی، اې څو کسان له ملکه ويستلي.

په مقاله کې راغلي چې پاکستان په افغانستان کې د امريکا د جګړې د سټرييټيجۍ د کاميابۍ لپاره يو مهم اتحادي دی خو امريکايي چارواکي د پاکستان په اړه سخت غبرګون ښيي. د کانګرس زياتره غړي په پاکستان کې د اسامه شتون د دې خبرې ثبوت ګڼي چې دا ملک يو غير باوري ملګری دی. دوی دا هم وايي چې پاکستان د ترهګرو خلاف ريښتينې او پوره جګړه نه کوي او له همدي کبله د امريکا د بيليونونو ډالرو په مرستو نه ارزي.
XS
SM
MD
LG