د لاسرسي ځای

تازه خبر

د (ترکيه، اسلام او ډيموکراسي) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې پروګرام کې به تاسو واورئ چې ترکيې ته اسلام څه وخت راغلی، په دې هيواد کې د مذهب رول څه دی او ديني زده کړې په څه توګه ښودل کيږي؟ ډيموکراسي يې په څه حال کې ده او د نورو اسلامي هيوادونو په ځانګړې توګه له افغانستان او پاکستان سره دغه هيواد له مذهبي او سياسي پلوه څه توپير لري؟ په دې خپرونه کې به دا هم واورئ چې په ترکيه کې د سولې او زغم په راوستو کې تصوف څه رول لوبولی دی؟

دا پروګرام هره پنج شنبه يا زيارت د ماسپښين پر ۳ بجې (کابل) او ۳:۳۰ (پېښور) او په تکراري ډول هره يکشنبه يا اتوار د ماځيګر پر ۴ بجې (کابل) او ۴:۳۰ (پېښور) اورېدلای شئ. د دې پروګرام د جوړولو لپاره احمد شاه اعظمي د ترکيې بېلا بيلو ښارونو ته سفر کړی او هلته يې له يو شمېر ښوونکو، زده کوونکو، صوفيانو او پوهانو سره خبرې کړي دي.

د دې خپرونې ټولې پخوانۍ او تازه برخې تاسې پر دې پاڼه اورېدلای شئ.

XS
SM
MD
LG