د جمعې په ورځ د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د وسلو او چاوديدونکو موادو یو شمېر ډيپو ګان نيول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي،چې دا عملیات د ارګون ولسوالۍ د ځدراڼو درې په جبارکلي کې ترسره شوي او په کې ګڼې وسلې، ماینونه، د بیلابیلو وسلو کارتوس،ماینونه او چاودیدونکي توکي نیول شوي دي.
د دوی په وینا د دې وسلو او مهماتو په نيولو سره يې د ګڼو تخريبي فعاليتونو او چاودنو مخه نيولې ده.د پکتيکا د عامه اړيکو مسوول ضمير خپلواک مشال راډیو ته وويل، چې دغه چاڼیز عمليات د ورځې له خواد ملي امنيت او ملي اردو د سرتیرو له لوري
په ګډه تر سره شوې دي.نوموړي د نیول شویو، وسلو، مهماتو او چاودیدونکو توکو ارقام په دې ډول وړاندې کړل:
((په نيول شويو وسلو او مهماتو کې يوه دهشکه، پنځه د هاوان دوربينونه، ۳۵د مخابري انتنونه، ۶ پايې ايکم کشفې مخابرې، دوهد دهشکې ميلونه نورکارتوس، ماینونه، د افغان ځواکونو دریشۍ او نور توکي په کې دي.))
د اورګون ولسوال رازمحمد خروټی هم وايي، چې په نيول شويو وسلو او توکو کې
۵۰۰ کيلو ګرامه المونيم نايتريت، ۴۲ کړۍ بیلابيل ماينونه، ۳۵ د ماينونو لپاره جوړې شوې بيطرۍ، ۸ ريموټ کنترول ماينونه، ۴ بنډله مسي مزۍ، يو کارتن مقناطيس، د ملي اردو او امريکايي ځواکونو د ریشې ګانې او ګڼ شمير نور توکي تر لاسه شوې دي.))
د يادولو وړ ده، چې په دې چانيزو عملياتو کې افغان ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.