د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ: بشام کې پر چينايانو بريد په افغانستان کې پلان شوی وو


 د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې مشر مېجر جنرل احمد شريف (انځور: ارشيف)
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې مشر مېجر جنرل احمد شريف (انځور: ارشيف)

د پاکستان پوځ يو ځل بيا تور پورې کړی چې په افغانستان کې د وسلوالو پټنځايونه دي او له هغه ځايه پر پاکستان بريدونه کوي.

د مې پر اوومه په اسلام اباد کې د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرل احمد شريف يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ادعا وکړه چې د مارچ پر ٢٦مه د خيبر پښتونخوا د شانګلې په بشام سيمه کې ځانمرګی بريد په افغانستان کې پلان شوی وو، چې پينځه چينايي انجينران او د هغوی پاکستانی ډرېور پکې وژل شوی وو.

نوموړي زياته کړه چې ځانمرګی بريدګر هم افغان وو، خو نوموړي د دې ادعا د تصديق لپاره نور شواهد وړاندې نه کړل.

د هغه بريد مسوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

جنرال شريف وويل، د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې غړي په افغانستان کې دي او له هغه ځايه په دوامداره توګه په پاکستان کې بريدونه کوي، او د نوموړي په وينا، پاکستان په دې اړه د طالبانو له حکومت سره "کره ثبوتونه" هم شريک کړي دي، خو تر اوسه لا عمل نه دی ورباندې شوی.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ د اوسنيو تورونو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښوولی خو تر دې وړاندې يې په وار وار دا ډول تورونه رد کړي او ټينګار يې کړی چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

بلخوا ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

د ای اېس پي ار مشر زياته کړه چې د پاکستان پوځ، پوليس، استخبارات او نورې قانون پلي کوونکو ادارې په هغه هېواد کې د وسلوالو پرضد هره ورځ تر ۱۰۰ زيات واړه او لوی عمليات کوي چې روان ۲۰۲۴ز کال کې ۲۴۹ وسلوال پکې وژل شوي او ۳۹۶ ژوندي نيول شوي دي.

د افغان کډوالو ايستل

مېجر جنرل احمد شريف خبري غونډې ته وويل چې له هېواده يې د افغان کډوالو ايستل د پاکستان په ګټه عمل دی.

نوموړي زياته کړه، د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر مياشت کې د پاکستان د حکومت له خوا د بې اسناده کډوالو د ايستلو تر اعلان وروسته تر دې دمه ۵۶۳،۶۳۹ بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي خو لا هم سلګونه زره په پاکستان کې مېشت دي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو پر عمل د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو يوشمېر سازمانونو نيوکې کړې وې.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG