د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي د انتخاباتو پر ورځ له افغانستان او ایران سره پولې تړي


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت مخې ته یو سرتېری ولاړ دی - د جنورۍ ۱۸مې انځور.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت مخې ته یو سرتېری ولاړ دی - د جنورۍ ۱۸مې انځور.

د پاکستان لنډمهالي حکومت د فبرورۍ اتمې انتخاباتو د امنیت په موخه له افغانستان او ایران سره د پولې تړلو اعلان کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د فبرورۍ پر اوومه په بیان کې وویل چې د فبرورۍ پر اتمه به افغانستان او پاکستان ته تلونکې ټولې لارې د مساپرو او مال وړونکو ګاډو پر مخ تړلې وې.

نوموړې زیاته کړې ده چې د فبرورۍ پر نهمه به پر پولو تګ راتګ او نورې چارې بحالې شي.

د پاکستان حکومت د عامو انتخاباتو لپاره یوه ورځ عمومي رخصتي (چوټي) اعلان کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت دا بیان پر داسې مهال خپور کړی دی چې د فبرورۍ پر اوومه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو پښین او کلا سیف الله کې د انتخاباتي نوماندانو له دفترونو سره نېږدې په چاودنو کې ۲۲ تنه ووژل او تر ۳۰ زیات ژوبل شول.

د هغو چاودنو ذمه واري چا نه ده منلې.

په همدې حال کې د سيند د اطلاعاتي چارو نګران وزير ویلي دي چې په هغه صوبه کې د انتخاباتو پر مهال د ناامنۍ د پېښو خطر شته دی.

احمد شاه د فبرورۍ پر شپږمه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې د کراچۍ په ګډون په ځینو سیمو کې یې د ناامنۍ د پېښو امکان په اړه معلومات ترلاسه کړي دي او د مخنیوي لپاره یې ګامونه هم پورته کړي دي.

د کراچۍ پولیس د انتخاباتي کمېشن دفتر مخې ته ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
د کراچۍ پولیس د انتخاباتي کمېشن دفتر مخې ته ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

هغه وویل چې د فبرورۍ پر شپږمه د لوړپوړو چارواکو د کمېټۍ (اپېکس کمېټۍ) په غونډه کې د انتخاباتو پر مهال د "وسلوالو د بريدونو د امکان په اړه معلومات شریک شول. وسلوال غواړي چې د ټاکنو پر مهال ناامني پیدا کړي. د وسلوالو او د هغوی د ممکنه بريدونو په اړه موږ ته کره معلومات په لاس راغلي دي، خو موږ یې نه شو په ډاګه کولی."

احمد شاه زياته کړه چې په انتخاباتو کې د بريدونو خطر د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) او سیندۍ بېلتونپالې ډلې سیند لېبرېشن ارمي (اېس اېل اې) له لوري دی.

هغو ډلو لا د نوموړي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د بلوڅ راجي اجويي سنګر (براس) په نوم د بېلابېلو بېلتونپالو بلوڅ ډلو اېتلاف د فبرورۍ پر درېیمه رسنیو ته په استولي یو بیان کې په وروستیو کې په بلوچستان کې د یوشمېر بریدونو ذمه واري منلې وه.

د کراچۍ پښتانه له نوماندانو څه غوښتنې لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:26 0:00

د سیند نګران وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کړي چې د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې عام انتخابات کېږي.

د فبرورۍ پر دویمه د کراچۍ په صدر سیمه کې د الېکشن کمېشن د دفتر مخې ته بمي چاودنه هم شوې وه چې پکې چا ته زیان نه وو اوښتی. احمد شاه دعوه کړې وه چې هغه چاودنه د سیند لېبرېشن ارمي وسلوالو کړې وه، خو د پېښې ذمه واري هېچا نه وه منلې.

تر انتخاباتو وړاندې د پاکستان په دوو صوبو بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې ناامني زیاته شوې ده او په بریدونو کې د ګوندونو او خپلواک نوماندان د هغوی انتخاباتي دفترونه او پلویان په نښه شوي دي.

په پاکستان کې د انتخاباتو لپاره د ګوندونو او ازاد کاندیدانو د کیمپېن وخت د فبرورۍ په شپږمه د شپې پر ۱۲ بجو پای ته رسېدلی دی. د ټاکنو کمېشن وایي، د انتخاباتو لپاره یې انتظامات بشپړ کړي دي.

په پاکستان کې په وروستي ځل عام انتخابات د ۲۰۱۸ز د جولای پر ۲۵مه شوي ول. هغه کال هم د ټاکنو پر ورځ او تر هغې مخکې د تاوتریخوالي پېښې شوې وې.

کراچۍ د پاکستان تر ټولو لوی ښار دی چې پکې په تېرو کلونو کې د انتخاباتي بهیر پر مهال د تاوتریخوالي او د درغلیو پېښې شوې دي.

د ۲۰۱۳ز کال د ټولټاکنو پر مهال هم په کراچۍ کې بمي چاودنې شوې وې چې مرګژوبله یې اړولې وه.

XS
SM
MD
LG