د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزيرستان اوسېدونکي: ۱ کس د امنیتي ځواکونو حراست کې وژل شوی دی


شمالي وزيرستان کې د پاکستان امنيتي سرتېري ګزمه کوي.
شمالي وزيرستان کې د پاکستان امنيتي سرتېري ګزمه کوي.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې روانه اوونۍ په میرلي کې د وسلوالو او پوځ ترمينځ تر نښتې وروسته پوځ د موسکي سیمې پينځه کسان د شک پر بنیاد نیولي ول چې یو تن د امنيتي ځواکونو په حراست کې د پلټنو پر مهال وژل شوی دی.

د سیمې یو انتظامي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مې پر دويمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته تاییده کړه چې د اپرېل پر ۳۰مه تر وسلوالې نښتې وروسته د پوځ له خوا په نيول شويو مشکوکو کسانو کې یې يوه سا ورکړې ده.

چارواکي دا و نه ویل چې شمشېر څنګه او ولې مړ شو، خو دومره یې وویل چې هغه د پلټنو پر مهال ومړ.

ده دعوه وکړه چې هغه کس پخوا له وسلوالو سره پاتې شوی وو، خو د دې د ثبوت لپاره یې شواهد وړاندې نه کړل.

چارواکي زیاته کړه چې پاتې څلور کسان ښايي د مې پر دويمه د مشرانو ځايي جرګې ته وسپارل شي.

د پاکستان پوځ لا د سیمې د اوسېدونکو د دعوې په اړه څه نه دي ويلي.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې د اپرېل پر ۳۰مه د وسلوالو او پوځ ترمينځ د نښتې پر مهال يوه ښځه هم د مرمۍ لګېدو له وجې ووژل شوه.

دوی وايي، تر هغې وروسته امنیتي سرتېرو په سیمه کې د لټون عملیاتو پر مهال پینځه تنه ونیول چې یو یې د هغوی په حراست کې ومړ.

د میرلي یو اوسېدونکي مجید بابر داوړ د مې پر دويمه مشال راډیو ته وویل چارواکي دې تر نښتو او بریدونو وروسته خلک نه ځوروي. "د پوځ له خوا د شک پر بنياد د نيول شوي کس مړی پرون (د مې پر لومړۍ نېټه) خاورو ته وسپارل شو. دلته د نښتو پر مهال لارې وتړل شي، زده کوونکي له امتحان ورکولو پاتې شي. د سيمې پر خلکو دې نور رحم وشي."

دی زیاتوي چې پر هغه ورځ د نهم او ۱۰م ټولګيو زده کوونکي له ټاکل شويو ازموينو ورکولو هم پاتې شول.

انتظامي چارواکو ويلي چې زده کوونکو ته به د بيا ازموينې ورکولو موقع ورکول کېږي.

په وروستيو کې د شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې ناامني زیاته شوې ده چې پرضد يې ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې کړې دي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG