د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو د مصر له لارې غزې ته د بشري مرستو د لېږد اجازه ورکړې ده


په مصر کې په مرستندویه توکو بار یوشمېر لارۍ د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې غزې ته د اوښتو لپاره په قطار کې ولاړې دي.
په مصر کې په مرستندویه توکو بار یوشمېر لارۍ د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې غزې ته د اوښتو لپاره په قطار کې ولاړې دي.

اسراییلو ویلي دي چې مصر ته د غزې تړانګې ته د محدودو بشري مرستو رسولو اجازه ورکوي.

دا بدلون د غزې په ۱۰ ورځنۍ محاصره کې پر داسې مهال شوی دی چې د اکتوبر پر ۱۷مه په یو روغتون کې چاودنې په سلګونو کسان ووژل او د سیمې پر وار له مخه کمزوري روغتیايي نظام یې فشار زیات کړ.

اسراییلو د اوبو، خوړو او نورو اکمالاتو د لېږد د اجازې ورکولو اعلان پر داسې وخت کړی دی چې د غزې په الاهلي روغتون کې د چاودنې له کبله په ټول منځني ختیځ کې سخته غصه خپره ده او امریکايي ولسمشر جو بایډن په سیمه کې د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره اسراییلو ته سفر وکړ.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د بایډن له خولې ویلي چې د هغه مصری سیال سلا شوی دی چې پوله پرانیزي او په پیل کې په بشري مرستو بار ۲۰ لاریو ته اجازه ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې که حماس مرستې ضبط کړي نو بیا به "دا لړۍ پای ته ورسي."

د سپينې ماڼۍ چارواکو ویلي دي چې د مرستو لېږد به د اکتوبر پر ۲۰مه پیل شي.

اخوا د اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي دي چې دا پرېکړه یې د ولسمشر بایډن په غوښتنه کړې ده.

په بیان کې راغلي چې تر هغو پورې چې خواړه، اوبه او درمل د غزې په جنوب کې عادي وګړو ته رسي او د حماس وسلوالو ته نه ځي، نو اسراییل به یې له مصره د لېږد مخه نه نیسي.

په بیان کې د تېلو یادونه نه ده شوې چې په روغتونونو (هسپتالونو) کې د جنرېرټرونو چلولو لپاره سخت اړین دي.

د يادونې ده چې د اکتوبر پر اوومه، وسلوالې ډلې حماس د اسراییلو په جنوب کې بریدونه وکړل. اسراییلیو چارواکو ويلي چې په هغو حملو کې شاوخوا ۱،۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

اسراییلو تر هغه برید وروسته پر غزې بمباري پیل کړه او د غزې چارواکو د اکتوبر پر ۱۴مه ویلي ول چې له هغه وخت راهیسې هغې خوا ته تر ۲،۲۰۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۰،۰۰۰ زیات ژوبل شوي دي.

حماس ډله پر غزې تړانګې واکمنه ده او هلته یې د پوځي ډلې مرکزونه دي.

اسراییلو تېره اوونۍ د غزې له شمالي برخې څخه څه باندې یو مېلیون وګړو ته، چې د تړانګې نیمايي ابادي جوړېږي، تر ممکنه حملې مخکې د وتلو امر کړی وو.

رویټرز اژانس لیکي د اسراییلو دې امر هلته د بشري ناورین وېره پیدا کړې ده خو حکومت یې ویلي دي چې د دوو لویو سړکونو په اوږدو کې د خلکو د وتلو پر مهال د هغوی د خوندیتوب ضمانت ورکوي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړيوالو ادارو او د سولې نوبېل جایزې ګټونکو پر دواړو خواوو د اوربند کولو او ولسي وګړو د خونديتوب غږ کړی دی.

د جګړې د زیاتېدو او د اسراییلو د ځمکنيوو عملياتو ممکنه پراخېدو له وېرې د غزې په لکونو خلک خوندي ځايونو ته تللي دي چې ورڅخه یې ځينې، د غزې جنوب، ځینې د مصر کډوالو کیمپونو او نور یې د فلسطینۍ خاورې مختلفو برخو ته تللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG