د لاسرسي ځای

تازه خبر

بیجنګ له پاکستانه چینايي وګړو او پروژو ته د بشپړ امنیت ورکولو غوښتنه کړې ده


د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وېنبېن د یوې خبري غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وېنبېن د یوې خبري غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د چین حکومت ویلي دي چې هیله لري چې پاکستان به پر خپله خاوره چینايي وګړو او پروژو ته بشپړ امنیت ورکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر دویمه د خپل ویاند وانګ وېنبېن د خبري غونډې متن خپور کړی دی چې پکې راغلي چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد چارو ولاتړ کوي او په دې اړه له اسلام اباد سره له نېږدې په اړیکه کې دی.

وېنبېن زیاته کړې چې په وروستیو کې په پاکستان کې د وژل شویو چینايي وګړو "قاتلان باید سزا وویني" او تمه لري چې پاکستان به یې ژر ونیسي.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې دي چې د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف وویل چې په هېواد کې یې د چینايانو د امنیت لپاره د صوبو ترمینځ د امنیتي چارو همکارۍ زیاتولو پرېکړه کړې ده.

شریف د اپرېل پر لومړۍ د بر کوهستان ضلعې په مرکز داسو کې چينايي انجینیرانو ته په وينا کې وويل چې له بیجينګه ورغلي پلټنیز پلاوي سره په دې اړه معلومات شريک کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام کې په یو ځانمرګي برید کې د پینځو چینايي انجینرانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول. هغو انجینرانو په داسو کې د اوبو بند او برېښناکوټ پر جوړولو کار کاوه.

تر اوسه پورې هېڅ وسلوالې ډلې د داسو د برید ذمه واري نه ده منلې.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ویلي دي چې د چینايي وګړو امنیت لپاره اضافي سرتېري ځای پر ځای کوي.

اختر حیات خان ګنډه پور د اپرېل پر دویمه نېټه د بېلابېلو ضلعو د پولیسو له مشرانو سره تر لیدو وروسته په بیان کې ویلي دي چې په دې لړ کې پر لویو لارو اڅارګرې کیمرې لګوي.

مشال راډیو ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د مارچ ۲۶مې تر برید وروسته ۱،۲۰۰ چينايي انجینران له پاکستانه تللي او د داسو تر څنګ پر باشا ډیم کار درېدلی چې له وجې یې په زرګونو پاکستانيان بې روزګاره شوي دي.

بیجنګ تر برید وروسته له اسلام اباده چینايي وګړو ته د بشپړ امنیت ورکولو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان حکومت د مارچ پر ۲۷مه نېټه د بريد د پلټنې لپاره ګډه تحقیقاتي ‌ډله جوړه کړې وه او تر دې دوه ورځې وروسته د چینايي پلټونکو یوه ډله هم پاکستان ته ورسېده خو د دواړو هېوادونو حکومتونو لا د لومړنیو موندنو په اړه څه نه دي ویلي.

د بر کوهستان په داسو سیمه کې د اوبو پر یو بند له تېرو یوشمېر کلونو راهیسې کار روان دی چې پر کارکوونکو یې تر دې مخکې هم حملې شوې دي.

تر دې وړاندې هم بریدونه شوي دي. د ۲۰۲۱ کال د جولای پر ۱۴مه هم په داسو سیمه کې د چینايي کارکوونکو پر بس حمله شوې وه چې پکې د نهو چینايي وګړو په شمول ۱۳ کسان وژل شوي ول.

چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې (سیپېک) په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د داسو او دیامر باشا بند تر څنګ د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی. هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم په چینایانو بریدونه شوي دي او د یوشمېر حملو ذمه وارۍ بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو منلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG