د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قطر، امریکا او مصر منځګړو قاهره کې د حماس له پلاوي سره کتلي دي


 د مې پر اوومه اسراییلي ټانکونه د مصر پر پوله پرتې رفح سیمې ته داخلېږي.
د مې پر اوومه اسراییلي ټانکونه د مصر پر پوله پرتې رفح سیمې ته داخلېږي.

د مصر دولتي رسنیو ويلي دي چې د قطر، امريکا او مصر منځګړو په غزه کې د اوربند د وروستۍ هڅو په لړ کې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، له یوه پلاوي سره په قاهره کې غونډه کړې ده.

د القاهره نیوز په نوم د مصر د استخباراتو اړوند ووبپاڼې د مې پر اوومه د یوه "لوړ پوړي چارواکي،" چې نوم یې نه دی ښوول شوی، په حواله ویلي چې "قطري او امریکایي پلاوي له مصري پلاوي او دا ډول له حماس سره خپلو خبرو ته دوام ورکړی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د مصر په پلازمېنه قاهره کې په غزه کې د اوربند لپاره خبرې روانې دي او مرکچیان هڅه کوي چې د اووه میاشتو راهیسې د روانې جګړې درولو لپاره وړاندیز شوې ۴۰ ورځنۍ وقفه عملي کړي او د فلسطینيو بندیانو په بدل کې یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

راپور په هغو خبرو کې د اسراییلو د ګډون یادونه نه ده کړې. دا تر هغې وروسته ده چې اسراییلو د مې له شپږمې د غزې تړانګې پر سرحدي ښار رفح باندې بریدونه پيل کړي او د رفح سرحدي لارې کنټرول يې ترلاسه کړی دی.

اسراییلي پوځ داسې ویډیوګانې خپرې کړې دي چې پکې ښکاري چې سیمې ته یې ټانکونه داخلېږي.

بلخوا نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو په رفح کې د اسراييلو د پوځي عملياتو مخالفت کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG