د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن سنرايزرز حيدراباد او لکنو سوپر جاينټس له یو بل سره سیالي لري


د مې پر اوومه د دلي کیپېټلز لوبغاړي راجستان رايلز لوبډلې تر ماتې ورکولو وروسته بريا لمانځي.
د مې پر اوومه د دلي کیپېټلز لوبغاړي راجستان رايلز لوبډلې تر ماتې ورکولو وروسته بريا لمانځي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په لړ کې سنرايزرز حيدراباد او لکنو سوپر جاينټس لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي.

د حيدراباد په لوبغالي کې د مې اتمې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې دلي کیپېټلز لوبډلې راجستان رايلز ته په ۲۰ منډو ماتې ورکړه. دلي کیپېټلز لوبډلې لومړی توپوهنه (بيټېنګ) وکړه او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې يې د اتو لوبغاړو په زيان ۲۲۱ منډې وکړې.

د دلي لوبډلې ابيشک پورېل ۶۵ او ټرېسټن سټبز ۴۱ منډې وکړې. د راجستان رويچندرن اشوېن درې لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې راجستان رايلز په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان ۲۰۱ منډې وکړای شوې.

د راجستان رايلز لوبډلمشر سنجو سېمسن ۸۶ منډې وکړې. بلخوا د دلي خليل احمد، مکېش کمار او کلديپ يادو دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

د مې پر نهمه پنجاب کېنګز او رايل چيلېنجرز بنګلور لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG