د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ايين ساتنې غورځنګ د چمن پرلت په ملاتړ لاريون کړی دی


د پاکستان ايين ساتنې غورځنګ د چمن پرلت په ملاتړ لاريون کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:26 0:00

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د مې پر شپږمه د تحريک تحفظ ايين پاکستان يا د پاکستان د ايين ساتنې غورځنګ په نوم د حکومته مخالفه شپږ ګونديزه ايتلاف او د بلوچستان سوداګرانو د چمن پرلت په ملاتړ، په بلوچستان کې د بدامنۍ، د پاکستان تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان د راخوشې کولو او د اتم فېبرورۍ په انتخاباتو کې د مبیینه درغلیو پر ضد احتجاجي لاریون کړی دی. دا احتجاجي لاريون تر هغه وروسته شوی چې د چمن پرلتوالو په وينا د مې پر څلورمه د سرحدي ځواک سرتېرو پر هغوی ډزې وکړې او لږ تر لږه يو پرلتوال يې وواژه او شاوخوا ۱۰ نور يې ژوبل کړل. بلخوا د سرحدي ځواک (اېف سي) وياند مشال راډيو ته ويلي چې دا د هغوی خلاف دسيسه ده او ادعا يې وکړه چې دا کار پرلتوالو په خپله کړی خو د دې دعوې د تصديق لپاره يې کوم ډول ثبوت نه دی وړاندې کړی. ويډيو رپورټ

XS
SM
MD
LG