د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان د دوکۍ جرګې د کان کیندونکو لپاره د بشپړ امنيت غوښتنه وکړه


د بلوچستان د سکرو يو کان - انځور له ارشیفه
د بلوچستان د سکرو يو کان - انځور له ارشیفه

د بلوچستان په پښتون مېشتې ضلعې دوکۍ کې يوې جرګې پر حکومت غږ کړی چې په سيمه او په تېره بیا د کانونو د مالکانو او کارکوونکو د حفاظت لپاره دې نور امنیتي ګامونه پورته کړي.

د مې پر پینځمه په شوې دې جرګې کې سياسي او قبايلي مشرانو ګډون وکړ. پر دې مهال د سکرو د کانونو اتحادیې يو غړي نواب خان دومړ وویل چې دوی د امنیت لپاره ملېشا ځواکونو ته پیسې ورکوي نو ځکه د ده په خبره، دا د هغوی ذمه واري جوړېږي چې د کانونو د مالکانو او کان کيدونکو امنیت وساتي.

هغه زیاته کړه: "دوی [امنيتي ځواکونه] یې ولې مخنيوی نه شی کولای. دوی يې د بي اېل اې [بلوڅ بېلتونپاله وسلواله ډله] او کله يې راڅخه د سېکورټي (اېف سي ځواکونه) په برخه کې پیسې اخلي. يوه میاشت د سکرو کانونه خلاص وي او يوه میاشت بیا بند وي. په مزدورۍ هم پیسې غواړي او د مڼو په کرېټو هم پیسې غواړي."

د جرګې ويناوالو له حکومته غوښتنه وکړه چې د امنیت لپاره دې د پوليسو رول زیات کړي او نور پوليس او لېوېز ځواکونه دې وګماري.

له سيمې څخه د حکمران مسلم ليګ نواز ډلې د قامي اسمبلۍ غړي یعقوب ناصر چې په جرګه کې شامل وو، وويل چې صوبايي حکومت پلان لري چې د سيمې امنیت او د سکرو وړونکو لاريو په حفاظت سره خپل منزل ته د رسولو لپاره د لېوېز ۵۰۰ نور سرتېري وګماري.

دا جرګه تر هغې وروسته شوې چې د مې پر لومړۍ نېټه تښتول شوی۷ کان کيدونکي ۳۸ ورځې خوشي شول. دوی تور پورې کړی وو چې بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ ليرېشن ارمي (بي اېل اې) د سکرو له مالکانو څخه د قلنګ اخیستو په خاطر تښتولي ول، خو بي اېل اې په رسمي توګه د تښتونې ذمه واري نه وه منلې.

پر تښتوونو او قلنګونو سربیره په دوکۍ کې چاودنې او بریدونه هم کيږي. دغلته د مې پر دويمه د ماین په دوو جلا، جلا چاودنو کې يو کس وژل شوی او ۲۰ کسان ټپیان شوي ول. د دې پېښو ذمه واري بي اېل اې منلې وه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG