امنیتي سرچینې وايي چې له عراقه په سوریه (شام) کې پر امریکايي پوځي اډه د توغندیو حمله شوې ده.
امنیتي سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي دي چې د اپرېل پر ۲۱مه یوشمېر توغندي د عراق له وړوکي ښار زمار څخه د شام په شمال ختیځ کې پر اډې ویشتل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ په پیل کې په عراق کې پرتو ایران پلویو ډلو پر امریکايي پوځیانو حملې ودرولې.
یو امریکايي چارواکي تازه پېښه د "راکټونو ناکامه برید" بللی دی او وايي چې د امریکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو الوتکې د راکټونو لانچر ویشتلی دی.
دا حمله تر هغې وروسته شوې ده چې د اپرېل پر ۲۰مه د عراق په یوه پوځي اډه کې په لویه چاودنه کې د عراق د هغه امنیتي ځواک یو سرتېری ووژل شو چې پکې ایران پلوې ډلې شاملې دي.