په پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیو پر ۲۲ څوکیو د ضمني انتخاباتو لپاره کمپاین پای ته رسېدلی دی او ټاکل شوې ده چې پر هغو څوکیو د اپرېل پر ۲۱مه رایه اچونه وشي.
د پاکستان ټاکنو کمېشن د اپرېل پر ۲۰مه په خبرپاڼه کې ویلي دي چې د هغو څوکیو لپاره انتخاباتي کمپاین د اپرېل ۱۹مې او ۲۰مې ترمینځ پای ته ورسېد.
د کمېشن ترمخه د قامي اسمبلۍ پر پینځو، د پنجاب اسمبلۍ پر ۱۲، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان اسمبلۍ په دوو دوو او د سيند اسمبلۍ پر یوه څوکۍ ضمني انتخابات کېږي.
د دې نه علاوه د بلوچستان پي بي ۵۰ (قلعه عبدالله)، اېن اې باجوړ اتمې او پي کی ۲۲ باجوړ په ټولو حلقو کې به ضمني ټاکنې کېږي.
که څه هم علي امین ګنډاپور د ډېره اسماعیل خان د حلقه اېن اې ۴۴ نه کامیاب شوی وو خو د قامي اسمبلۍ دغه څوکۍ یې پرېښوده او د خپلې صوبايي اسمبلۍ څوکۍ په ساتلو سره د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر شو.
دا راز د پنجاب اعلا وزيره مريم نواز شریف د لاهور اېن اې ۱۱۹ څخه کامياب شوې وه خو صوبايي حلقې پي پي ۱۵۹ څخه يې د پنجاب اسمبلۍ غړيتوب غوره کړى دى.
وزيراعظم شهباز شريف د قامي اسمبلۍ دوه او د صوبایي اسمبلۍ دوه څوکۍ ګټلې وې.
د پاکستان پيپلز پارټۍ چيرمين بلاول بوټو زرداري په عامو انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ دوه څوکۍ ګټلې وې، هغه د اېن اې ۱۹۴ د لاړکانې څوکۍ وساتله او د قامي اسمبلي ۱۹۶مه څوکۍ یې خالي کړه.
اصف علي زرداري د شهيد بېنظير اباد د حلقه اېن اې ۲۰۷ ځوکۍ پرېښوده او د هېواد ولسمشر وټاکل شو. خو د اصف زرداري لور اصفه بوټو د قامي اسمبلۍ په همدغه څوکۍ بغېر له مقابلې غړی منتخب شو.
په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات شوي ول خو پر ځینو حلقو د امنیت خراب وضعیت او په باجوړ کې په حمله کې د یو نوماند تر وژنې وروسته انتخابات ځنډېدلي ول.