د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د جاپانیانو پر ګاډي ځانمرګی برید شوی دی


د اپرېل پر ۱۹مه په کراچۍ کې د جاپانیانو ګاډی تر بريد وروسته ولاړ دی.
د اپرېل پر ۱۹مه په کراچۍ کې د جاپانیانو ګاډی تر بريد وروسته ولاړ دی.

پولیس وايي چې د کراچۍ ښار په مانسهره کالونۍ کې د جاپانیانو پر ګاډي تر ځانمرګي برید وروسته ډزې شوې دي چې پکې د هغوی يو ساتونکی وژل شوی او دوه ژوبل شوي دي.

د کراچۍ د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي اظفر مهېسر رسنیو ته وویل چې د اپرېل پر ۱۹مه سهار وختي د جاپانیانو ګاډی د ښار په لانډي کې اقتصادي زون ته روان وو چې ورباندې پر موټرسایکل سپور یو وسلوال ځانمرګی برید وکړ.

دی وايي، تر دې وروسته وسلوالو پر ګاډي برید وکړ چې په ځواب کې یې د جاپانیانو شخصي ساتونکو ورباندې ډزې وکړې چې پکې یو مشکوک وسلوال ووژل شو.

د مهېسر په خبره، د دواړو خواوو ترمینځ په ډزو کې يو امنيتي ساتونکی وژل شوی او دوه ژوبل شوي دي چې په جناح روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

هغه وویل چې پولیس هم سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل او د شخصي شرکت د ساتونکو تر څنګ یې پر وسلوالو ډزې وکړې خو هغوی په تېښته کې بریالي شول.

د پولیسو هغه چارواکی زیاتوي چې جاپاني وګړي په مرمۍ ضد (بولېټ پروف) ګاډي کې سپاره ول ځکه له حملې روغ ووتل.

د کراچۍ د پولیسو یو بل چارواکي طارق الهي رسنیو ته ویلي دي چې هغه جاپانیان هره ورځ سهار د کراچۍ اقتصادي زون ته تلل. په هغه سیمه کې یوشمېر کارخانې دي چې پکې بهرنیان هم کار کوي.

په کراچۍ کې د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG