د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه کې بندي خبریاله السو کورماشېوا وايي یوه ورځ به بې ګناه ثابته شي


روسیه کې بندي خبریاله السو کورماشېوا وايي یوه ورځ به بې ګناه ثابته شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

په روسيه کې د ازادې اروپا راډیو بندي خبریالې السو کورماشېوا ویلي دي چې یوه ورځ به بې ګناه ثابته شي. کورماشېوا، چې د امريکا او روسیې غبرګ تابعيت لري، د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د روسيې پولیسو په دې تور ونیوله چې د روسیې د امنيتي ځواکونو په اړه یې درواغ خپاره کړي دي خو د نوموړې وکيلانو، ازادې اروپا راډيو او د امريکا حکومت دا تور بې بنسټه او په پراګ کې د خبریالۍ له امله سزا ګڼلې ده. د نوموړې مېړه او د ازادې اروپا راډیو خبریال پاوېل بوتورین پر خپلې مېرمنې لګېدلي تورونه بې اساسه بللي او ويلي‌ يې دي چې هغه ځکه نيول شوې چې "خبریاله او امريکايۍ" ده. په دې اړه د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ويډيويي رپورټ وګورئ.

XS
SM
MD
LG