د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن پنجاب کېنګز او ممبۍ انډيينز له یو بل سره سیالي لري


د دلي کیپېټلز سوميت کمار د اپرېل پر ۱۷مه د ګجرات ټایټنز خلاف توپوهنه کوي.
د دلي کیپېټلز سوميت کمار د اپرېل پر ۱۷مه د ګجرات ټایټنز خلاف توپوهنه کوي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې پنجاب کېنګز او ممبۍ انډيينز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د موهالي د ملنپور په لوبغالي کې د اپرېل ۱۸مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې دلي کیپېټلز لوبډلې ګجرات ټایټنز ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه. د ګجرات په نرېندرا مودي لوبغالي کې ګجرات ټایټنز لومړۍ توپوهنه (بیټېنګ) وکړه او په ۱۸م اوور کې یې ټول لوبغاړي په ۸۹ منډو وسوځېدل.

په ګجرات ټايټنز لوبډله کې راشد خان تر ټولو زياتې، ۳۱ منډې وکړې او نور لوبغاړي يې ښه و نه ځلېدل.

د دلي کیپېټلز مکېش کمار په دوه نيمو اوورو کې درې لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د دلي کیپېټلز لوبډلې ټاکلی هدف په نهم اوور کې د څلورو لوبغاړو په زيان پوره کړ او لوبه يې وګټله.

د دلي کیپېټلز رېشب پنت د لوبې غوره لوبغاړی شو. هغه د ۱۶ منډو کولو تر څنګ دوه کیچونه یا توپونه ونيول او دوه لوبغاړي يې په سټمپ کولو وسوځول.

ټاکل شوې چې د اپرېل پر ۱۹مه چېنای سوپر کېنګز او لکنو سوپر جاينټس لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG