د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وېلییم شېکسپېیر د ډرامې پښتو ژباړه په کتابي بڼه چاپ شوه


د پېښور اېډورډز کالج زده کونکي د مارچ پر ۱۳مه، د قلندر مومند ژباړلې ډرامه وړاندې کوي.
د پېښور اېډورډز کالج زده کونکي د مارچ پر ۱۳مه، د قلندر مومند ژباړلې ډرامه وړاندې کوي.

د انګریزي ادب ډرامه میکبث یا میکبیت د کتاب په شکل په پښتو کی چاپ شوې ده.

دغه ډرامه چی لیکونکې یی د انګریزي ادب مشهور لیکونکی او شاعر وېلییم شېکسپېیر دی، د پښتو ژبی نومیالي لیکوال او شاعر قلندر مومند ژباړلې چی د هغه له مرګه ۲۱ کاله پس په کتابي شکل کې چاپ شوې ده.

دغه ډرامه په اول وار په ۱۶۲۳ز کال کی چاپ شوې وه، خو قلندر مومند د دې ډرامې ژباړل په ۱۹۸۰مه لسیزه کې پيل کړې وو.

د قلندر مومند شاګرد او خبریال روښان یوسفزی وایي، دغه ډرامه د شعر په شکل کې هغه وخت په میاشتنۍ مجله کې په قسطونو کې چاپېدله.

هغه وویل"دا به په تاتره مجله کی په قسطونو سره په منظومه ترجمه چاپیدله، قلندر مومند د ترقي پسند ادب پلوي وو، نو (لکه څنګه چې) دی کیسه کی میکبیت د خپل اقتدار د پاره او باچاهۍ د پاره ډير قتل عام او ظلمونه کړي وو، نو قلندر مومند هم په دغه نظر چې (دغه ډرامه) دلته هم یو شان والی لري، مانا دا چې ګنې حکمرانان له محکومو او مظلومو خلقو سره ظلم زیاتی کوي، خو واک په لاس کې اخلي."

د شېکسپېیر دغه ډرامه، چی د ټراژیډیز آف میکبیت له لړۍ نه راوتلې، هغې کې میکبیت یو تکړه پوځي مشر او د سکاټ لینډ د باچا ډنکن خپلوان وو.

ده ته ځینې جادوګرو ښځو ویلی ول چې دې به په راتلونکي کې د سکاټ لینډ باچا جوړېږی، میکبیت وروستو د دې باچاهۍ اخیستولپاره د ډونکان په نوم دغه باچا ووژلو، خپل یو تکړه او باوري پوځي مشر بونکیو یې هم په دې وواژه چې دغه جادوګرو بونکیو ته هم ویلی ول چې د ده اولاد به وروستو وختونو کې د سکاټ لینډ باچاهان وي.

میکبیت وروستو ډیر هغه خلق هم وژلي وو چې د ده باچاهۍ ته خطر جوړېدل.

د قلندر مومند د دغه کتاب د ژباړې کره کتنه او پکې ځېنې نیمګړتیاوې لیکوال او ژورنالیست شیر عالم شینواري سمې کړې دي.

شینواري مشال راډیو ته وویل چې د قلندر مومند هغه ژباړه د اصل ډرامې یو تصویر دی.

ده وویل، "ما په خپله تبصره کې دغه خبره لیکلې هم ده چې زما دغه جذبات وو چی ګنې دغه ډرامه شیکسپئیر پخپله پښتو ته ژباړلې ده. فلندر مومند دغه ترجمه په دې وجه هم کړې وه، چې کومې غلطیانې او خرابۍ له شېکسپېیره وړاندې هم واکدارانو کې موجودې وې نو دغه اوس هم شته او شاید په خراب شکل کې موجودې دي."

پېښور کې زده کوونکو په پښتو ژبه د وېلییم شېکسپېیر ډرامه وړاندې کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:45 0:00

په ډرامه کې میکبیت داسې ښوول شوی دی چې هغه پخپله ښه وو او یرېدو چې د لاسه یې څوک ازار نه شي خو د هغه ښځې چې په ډرامه کې لیډی میکبیت یا د میکبیت ښځه لیکل شوې، هغی بیا بیا لمسولو چې د باچاهۍ د اخیستو لپاره دې باچا او د هغه زامن مړه کړي.

باچا چې کله د میکبیت کور ته میلمه شوی وو، هغه خو یې ووژلو، البته زامن یې مالکوم او ډونالبېن وتښتېدل، او بلی باچاهۍ ته لاړل. هلته یی د میکبیت نه د بدل اخیستو لپاره خپل پوځونه جوړ کړل. میکبیت بیا بیا د هغه جادوګرو ښځو نه د خپل راتلونکي پوښتنې کولې نو ورته دا هم ویل شوي ول چی د ده مرګ به له هغه انسانه وي چی په نارمل طریقه زیږیدلی وي.

شاعر او مدني فعال ابراهیم کامل مشال راډیو ته وویل چې دې کتاب کې د لوستونکو لپاره د موجوده زمانې سره د مشابهت ګڼې خبرې دي.

هغه وویل"دا کتاب د ساهو لیکونکو پېښور سره شته، له هغه ځایه دوکاندارانو او افغانستان ته لېږدول کېږي. کتاب کی د انګریزۍ اصل متن د پاڼې پر یو مخ، او ترجمه یې پر بل مخ ده."

ده وویل، قلندر مومند په ژباړه کی ډېر هغه الفاظ استعمال کړي دي چې اوس له پښتنو ورک شوي دي یا ورته نوي ښکاري نو هغه الفاظ هم (دغه ژباړه) کې شته.

د ډرامې په پای کې د ډونکن باچا یو زوي د میکبیث پر باچاهۍ برید وکړي، او هغه یې وواژه.
قلندر مومند دغه ډرامه ځکه هم پښتو ته ژباړلې وه چی په اوس وخت کې هم د واک تر لاسه کولو لپاره هغه ډول چلونه کېږي.

ډرامه په ۱۹۴۸ز کال کې په انګریزۍ ژبه کې فلم هم جوړ شوی وو. د دې ډرامې یوه ځانګړنه دا هم د ه چې په ۱۶۱۶ز کال کې د شېکسپېیر تر مړینې اووه کاله وروسته په انګریزۍ ژبه کې دا په کتابي شکل کې چاپ شوې وه.

د قلندر مومند د هغې ډرامې کړې ژباړه د ۲۰۲۴ز کال د مارچ په میاشت کې د ژباړونکي له مړینې ۲۱ کاله وروسته کتابي شکل ته راغله.

XS
SM
MD
LG