د لاسرسي ځای

تازه خبر

جسټس محمد هاشم کاکړ د بلوچستان نګران چیف جسټس ټاکل شوی دی


د بلوچستان های کورټ نوی ټاکل شوی نګران چیف جسټس محمد هاشم کاکړ.
د بلوچستان های کورټ نوی ټاکل شوی نګران چیف جسټس محمد هاشم کاکړ.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د بلوچستان های کورټ مشر نعیم اختر افغان د سپریم کورټ قاضي ټاکلی دی او د هغه پر ځایې یې د بلوچستان های کورټ جج محمد هاشم کاکړ د بلوچستان های کورټ نګران چیف جسټس ټاکلی دی.

د بلوچستان وکیلانو د مارچ پر اوومه د های کورټ په ودانۍ کې د نعیم اختر افغان د مخه ښې لپاره غونډه وکړه چې ورته د وکیلانو مشرانو، د های کورټ نوي مشر او رخصتېدونکي قاضي ویناوې وکړې.

غونډې ته په وینا کې قاضي نعیم اختر افغان وویل چې د بلوچستان عدالتونو تل بې له فشاره د خلکو د ستونزو هوارۍ لپاره کار کړی دی او د ورکو خلکو په قضیو کې یې په دریشۍ کې ځینې خلک عدالت ته غوښتي دي او پوښتنې یې ترې کړي دي.

"که زموږ مخې ته دا ثابته شي چې یو ارمي افسر د خپلې وردۍ غلط استعمال کړی نو د هغه په اړه به جي اېچ کیو ته لیکو او هغوی به یې د کورټ مارشل لاندې څیړنه کوي ځکه چې د هغوی لپاره قانون وجود لري."

غونډې ته په وینا کې او تر غونډې وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې د وکیلانو ټولنې یو مشر منیر کاکړ اېډوکېټ وویل چې دا وخت په بلوچستان کې تر ټولو لویه ستونزه د ورکو خلکو هغه ده.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی دا تورونه ردوي.

پوځ وايي، ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، له ناقانونه وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي. په ۲۰۱۹ز کال کې د پوځ د هغه وخت وياند مېجر جنرال اصف غفور په يوه خبري غونډه کې د مشکوکو کسانو ورکولو په اړه ويلي ول، "نه غواړو څوک په زور لادرکه شي خو په جنګ او مينه کې هر څه جايز دي."

غونډې ته د بلوچستان های کورټ نګران مشر هاشم کاکړ وویل چې بې له فشاره به خپل کار ته دوام ورکوي. "له نن پس به د های کورټ ټول ججان ازاد او دومره واک ولري لکه زه یې چې لرم. زما خوفزده جج نه دی په کار ځکه چې هغه پرېکړې نه شي کولې."

د وکیلانو ټولنې د هاشم کاکړ د ټاکنې هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې هغه نه یوازې د بلوچستان استوګن دی بلکې د سیمې پر ستونزو پوره خبر هم دی.

جسټس کاکړ په وروستیو کې دوه مهمې فیصلې کړي وې چې یوه یې د بلوچستان ځمکې هغو کسانو ته سپارل ول چې له سلګونو کلونو راهیسې پر هغې اوسېدل. په دویمه پرېکړه کې هغه بلوچستان ته له بهره ورغلو کسانو لپاره د ډومیسایل جوړول منع کړی ول.

دا په داسې حال کې ده چې د سیمې زیاتره خلکو شکایت کوو چې له نورو صوبو خلک د بلوچستان ډومیسایلونه جوړوي او بیا پرې د بلوچستان په نامه په اسلام اباد او نور ځایونو کې ګټه پورته کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG