د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان تحریک انصاف د انتخاباتي ټګیو ضد مظاهرې کړې دي


پاکستان تحریک انصاف د انتخاباتي ټګیو ضد مظاهرې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:55 0:00

د پاکستان تحریک انصاف مخکښه مشرانو، غړو او ګڼو پلویانو د فبرورۍ پر ۱۷مه د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وکړې او له انتخاباتي کمېشنه یې وغوښتل چې د ۴۵م نمبر فورمې پر اساس دې د فبرورۍ اتمې ټولټاکنو نتیجې اعلان کړي. هغه ګوند دعوه کوي چې د پایلو ۴۵م نمبر فورمه چې د هر پولېنګ سټېشن نتیجې پکې لیکل شوې وي، ښيي چې یوشمېر نوماندانو یې د خپلو حلقو ټاکنې ګټلې دي خو د انتخاباتي کمېشن په ۴۷م نمبر فورمې کې بایلونکي ښوول شوي دي. انتخاباتي کمېشن دا تور ردوي او وايي چې ټول بهیر پوره شفاف او عادلانه وو. د پېښور، اسلام اباد او کراچۍ مظاهرو په اړه ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG