د لاسرسي ځای

تازه خبر

علیمه خان وايي عمران خان باید ژر خوشې شي


علیمه خان وايي عمران خان باید ژر خوشې شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00

د پاکستان د پخواني وزيراعظم او د تحريک انصاف د مشر عمران خان خور عليمه خان وايي، پر ټولو خنډونو سربېره هم خلکو وښووله چې ورور یې د خلکو په زړونو کې ځای لري. هغې له اسوشيېټېډ خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي چې ۷۱ کلن عمران خان باید نور په زندان کې پاتې نه شي او باید د ملک د حالاتو د سمولو لپاره ژر تر ژره خوشې شي. عدالت عمران خان ته د عدت په وخت کې د نکاح، دولتي رازونو د افشا کولو او د بهرنيو ډاليو خرڅولو په تورونو د ۳۱ کلونو بند سزا اورولې ده. د هغه ګوند تحريک انصاف پر نوموړي لګېدلي تورونه بې بنیاده بولي او له سیاسته یې د ليرې کولو سازش ګڼي. د علیمه خان د مرکې پر اساس جوړ ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG