د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا کارخانه دار وايي وفاقي حکومت ورسره توپیري چلند کوي


د خیبر پښتونخوا د ټیکسټایل ملونو د اتحادیې مشر کامران شاه وايي د ګېس په نرخ کې اضافه نشي زغملای. 
د خیبر پښتونخوا د ټیکسټایل ملونو د اتحادیې مشر کامران شاه وايي د ګېس په نرخ کې اضافه نشي زغملای. 

د خیبر پښتونخوا صنعتکاران وايي، دوی ته د پنجاب په څېر اسانتیاوې نه ورکول کېږي چې له کبله یې په صوبه کې صنعتي پرمختګ د ځنډ ښکار دی.

دا څرګندونې د صنعتکارو او سوداګرو د خونې (چیمبر اف کامرس این انډسټریز ) مشرانو د دسمبر پر څلورمه په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال کړې دي. دوی وویل چې د خیبر پښتونخوا صنعت ځکه ټکڼی شوی چې د نورو صوبو په څېر د ګیس په ګډون ځینې نورې مهمې اسانتیاوې نه دي‌ ورکړل شوې.

دوی زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د نګران وفاقي حکومت لخوا د صوبې د کارخانو لپاره ګیس دوه چنده ګران شوی چې له کبله یې د دوی په وینا روزګار نور خراب شوی دی. د خیبر پښتونخوا د سرحد چیمبر اف کامرس اینډ انډسټریز مشر فواد اسحاق له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال تور پورې کړې چې وفاقي حکومت د پنجاب په نسبت د خیبر پښتونخوا د کارخانه دارو مسلې نه هواروي.

هغه زیاته کړه: "موږ په خیبر پښتونخوا کې ۵۵۰ (ایم ایم سي ایف ډي) ګیس پیدا کوو، او زموږ ضرورت ۲۰۰ ایم ایم سي ایف ډي دی او د کارخانو هغه ۳۵ دی، اضافي ګیس پنجاب ته ځي، دلته بیې ګرانیږي، که په پنجاب کې ګیس ګرانیږي نو هلته ګیس نشته، خو دلته ولې کیږي. زموږ کارخانې بندیږي." د نوموړي په وينا د پنجاب د ګېس ورځنی پیداوار ۱۱۱ (ایم ایم سي ایف ډي) دی او استعمال یې ۱۷۰۰ (ایم ایم سي ایف ډي) دی.

د خیبر پښتونخوا د ټیکسټایل ملونو د اتحادیې مشر کامران شاه وايي، په دې وروستیو کې چې د اقتصادي همکارۍ کمېټۍ د صنعتونو لپاره د ګېس په نرخ کې کومه اضافه کړې ده، هغه دوی نشي زغملای.

نوموړي وویل: "زموږ نیمې کارخانې وار له مخه بندې شوې دي، زموږ مارکېټ ټول په کراچۍ او لاهور کې دي او موږ خام مواد له هغو ځایونو راوړو او قېمت ورکوو او بیا یې بیرته هلته لېږو نو دا موږ ته ډېر ګران پرېوزي." هغه زیاته کړه چې د کارخانو له بندېدو به له ۵۰ څخه تر ۸۰ زرو خلک بې روزګاره کړي.

کامران شاه وویل چې حکومت ټول ګېس پنجاب ته وړي او په خیبر پښتونخوا کې له تېرو ۱۳ کالو راهسې په هیڅ برخه کې نوي کنیکشونه نه ورکوي.

د خیبر پښتونخوا پر صنعت نظر لرونکی عرفان عزیز مشال راډیو ته وویل چې د ملک بېنکونه هم د خیبر پښتونخوا له صنعتکارو سره امتیازي چلند کوي.د ده په وینا، هغوی د سیند او پنجاب په څېر د خیبر پښتونخوا صنعتکارو ته پورونه نه ورکوي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا نګران حکومت په دغه اړه څه نه دي ویلي خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند پخواني صوبایي حکومت د اضافي ګیس نه د بجلۍ جوړولو لپاره ځینې منصوبې اعلان کړې وې چې د صنعتکارو ترمخه تر اوسه پرې عمل نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG