د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ ۱۰۹ افغانانو ته د پاکستاني اسنادونو ورکولو امر کړی دی


د پېښور های کورټ دوه کسیزې جرګګۍ په خپله پرېکړه کې ویلي، دغو افغانانو ته دې د پاکستان اورېجن (پي او سي) کارډونه ورکړل شي: انځور له ارشیفه
د پېښور های کورټ دوه کسیزې جرګګۍ په خپله پرېکړه کې ویلي، دغو افغانانو ته دې د پاکستان اورېجن (پي او سي) کارډونه ورکړل شي: انځور له ارشیفه

پېښور های کورټ لسګونو هغو افغان وګړو ته د اسنادونو ورکولو امر کړی چې له پاکستانیو مېرمنو سره یې ودونه کړي دي.

د ډېسېمبر په لومړۍ نېټه پېښور های کورټ په خپله پرېکړه کې وویل چې ۱۰۹ دغو افغان وګړو ته به د پاکستان اورېجن ( پي او سي) کارډونه ورکول کېږي.

د افغان کډوالو وکیل سیف الله محب کاکا خېل د ډېسمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وویل چې هم پر دغه ورځ د پېښور هایکورټ دوه کسیزې جرګګۍ تر ۱۲۰ زیاتو کېسونو اورېدنه وکړه چې ۱۰۹ کسانو پکې د پي او سي کارډونو سره تړاو درلود.

نوموړي وویل، عدالت د دلیلونو په رڼا کې پرېکړه وکړه، په پاکستان کې د مېشتو ۱۰۹ افغان وګړو دا قانوني حق دی چې ورته اسناد ورکړل شي.

نوموړي وړاندې وویل، دا چې کېسونه زیات وو نو د لیکلې پرېکړې مخې ته راتلو کې به وخت لګېږي. هغه وايي، د تفصیلي پرېکړې مخې ته راتلو کې به ښايي پنځه یا شپږ ورځې ولګېږي.

تر دې وړاندې پېښور های کورټ د ۲۰۲۳ز کال د جون په ۱۷مه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ته حکم کړی وو چې څلور هغو افغانانو ته دې په ۹۰ ورځو کې اورېجن کارډونه ورکړي چې له پاکستانیو ښځو سره یې ودونه کړي دي.

د دغو افغان کډوالو وکیل سیف الله کاکاخېل د جون په ۲۰مه مشال راډیو ته ویلي وو، اورېجن کارډونه له پاکستانیو شناختي کارډونو یو څه بدل دي خو د هغه کارډ لرونکی یوازې د پاکستان پاسپورټ نشي جوړولی او نور ټول هغه حقونه ورته ترلاسه وي چې بل هر پاکستانی وګړی یې لري.

په عین حال کې د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د اسنادونو نه لرونکو افغان کډوالو په زوره له هیواده د ایستلو پر ضد د درخواست اورېدنه پیل شوه چې پکې دا عمل غیر اییني او د انساني حقونو ضد بلل شوی دی او ویل شوي دي چې نګران حکومت د داسې فیصلې اختیار نه لري.

افغان کډوال وايي بې له کورنۍ د ستنېدو له ګواښ سره مخامخ دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:01 0:00

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان نګران حکومت د اکتوبر پر درېیمه اعلان وکړ چې ټول بې اسناده غیرملکیان دې د اکتوبر تر ۳۱مې له پاکستانه ووځي ګیني وروسته به په زوره ایستل کېږي.

د حکومتي نېټې له پوره کېدو سره سم، د پاکستان چارواکو د نومبر له لومړۍ راهیسې د بې اسناده افغانانو ستنولو ته دوام ورکړی دی او د چارواکو په وینا، د هغې مياشتې تر پايه تر ۴۰۰،۰۰۰ زيات افغانان پر تورخم، چمن او نورو لارو افغانستان ته اوښتي دي.

د پاکستان لنډمهالی حکومت وايي د بې اسناده بهرنیانو ایستل یې د ملي امنیت په ګټه دي. د هغه هېواد د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي وایي چې د سږ کال تر پايه به له هغه هېواده د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو بهیر بشپړ شي.

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د نومبر په ۲۴مه انډپنډنټ اردو رسنۍ ته په مرکه کې ویلي وو، پاکستان د پاکستانيانو دی، ټول بهرني کډوال به ستنوي.

XS
SM
MD
LG