د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځايي مشرانو د خيبر پوليس په جرمونو او ناامنيو کې په لاس لرلو تورن کړي


د خیبر فعالان وایي د تېرې څه مودې راهیسې د سیمې خلکو ته د باج لپاره ټېلېفونونه کېږي ـ پخوانی انځور.
د خیبر فعالان وایي د تېرې څه مودې راهیسې د سیمې خلکو ته د باج لپاره ټېلېفونونه کېږي ـ پخوانی انځور.

د خیبر سیاسي فعالانو او د ځایي حکومتونو استازو تور لګولی دی چې ځینې ډلې د پولیسو په مرسته له ځایي خلکو او سوداګرو ته د باج لپاره ټېلیفونونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په باړه شلوبر کې د وېلېج کونسل مشر ( چيرمین) اینجنیر عارف الله اپریدي پر کور د سېپټېمبر پر ۲۲مه وسلوالو د لاسي بم حمله کوله چې هغه پر برید کونکو وچاودېد او دوه کسان پکې ژوبل شول.

ځایي خلکو او د خیبر ضلعې پولیسو تصدیق کړې چې په ژوبلو کې یو حاضر سروس پولیسو سپاهي دی او یو ورسره عادي تن وو چې هغه برید یې پلان کړی وو.

دواړه کسان دا مهال د پېښور په یو روغتون کې تر درمنلې لاندې دي.

د شلوبر نصرالله کلي ویلېج کونسل چیرمین انجنیر عارف الله قومي جرګې مشرانو او پولیس افسرانو ته ویلي چې ده ته له ډېرې مودې راهیسې همدا ډول د قلنګ یا باج لپاره ټېلېفونونه کېدل.

زموږ محافظ زموږ لپاره ګواښ ګرځيدلی دی. پکار ده په دې پېښو کې ککړ پولیسوضد سخته کاروایی وشي
عبدالغني اپریدی

د سېپټېمبر پر ۲۳مه په دې لړ کې د شلوبر قوم غونډه وشوه چې په هغې کې یو سیاسي فعال عبدالغني اپریدي وویل چې که د پېښې پاکې پلټنې ونه شي نو دا به د پولیسو په کردار دا داغ پاتې شي چې د بدامنۍ په پېښو او جرمونو کې د دوی لاس دی.

هغه وویل: ''دا پېښه ټولو امنیتي ادارو لپاره د بدنامۍ سبب جوړه شوه، زموږ محافظ مونږ لپاره ګواښ ګرځيدلی دی. پکار ده په دې کې ککړو پولیسو پرضد سخته کاروایی وشي.''

د باړې تحصیل منتخب چیرمین مفتی کفایت الله مشال راډیو ته وویل چې په تېرو څو میاشتو کې د څلور وېلېج کونسلرانو پر کورونو د لاسي بمونو بریدونه شوي دي.

هغه زیاته کړه ''اول ترې بتې وغوښتل شوې. بیا پرې بریدونه وشول. په وروستۍ پېښه کې خو یو حاضر سروس پولیس سپایی دا کار په خپله کړی او او د یوه وېلېج چیرمین په کور یی لاسي بم ورګزار کړی دی. موږ په دې لړ کې ډي پي او سره ولیدل او باور یې راکړ چې په دې پېښه کې به داسې پلټنې کوي چې تاسو به ترې مطمین شئ او له دې شاته نور څومره خلک ملوث دي هغه به هم نیسو.''

د خیبر ضلعي پولیسو ویاند ظهیر خان مشال راډیو ته په استولې خبر پاڼه کې ویلي چې ډي پي او سلیم کلاچي په هغې پېښه سخت ایکشن اخیستې او تر اوسه یی د دې ژوبل پولیس سپاهی په شمول درې پولیس په حراست کې اخیستې او تحقیقات یی پیل کړي دي.

سلیم کلاچي په دې خبر پاڼه کې ویلي چې په پولیسو کې به د سزا او جزا عمل جاري وي او په داسې جرمونو کې ککړ پولیس به نه یوازې سزا سره مخ کېږي بلکه د دندو به هم لرې کړل شي.

د خیبر ضلعې د پولیسو د دفتر تر مخه تر دې وړاندې هم یو شمېر د پولیسو سپاهیان د نشه یي توکو د سمګلنګ او استعمال په تور کې له دندو لرې کړل شوي دي.

څه موده مخکې د نشه یي توکو د مخنیوي ځواک (اېنټي نارکوټېکس فورس) یو پولیس افسر نیولی او هغه اداره دعوه کوي چې هغه تن په خپل موټر کې نشیي توکي قاچاقول.

دا راز څه موده مخکې د باړې د پولیسو په یوه افسر باندې په اېف ای ار کې تور لګېدلی وو چې د تاوان لپاره یې د سیمې یو شتمن تن شخصي زندان کې ساتلی وو.

د دې جرمونو په تور کې عدالتونو ځینې پولیس افسران او سپاهیان خوشي کړي او ځينو ته یی سزاګانې ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG