د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايمنسټي انټرنېشنل د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې په ګوادر کې انټرنيټ بحال کړي


 په ګوادر کې د "حق دو تحريک" زرګونو مظاهره چيانو احتجاجونه کړي دي
په ګوادر کې د "حق دو تحريک" زرګونو مظاهره چيانو احتجاجونه کړي دي

د بشري حقونو نړيوالې ادارې، بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د بلوچستان په ګوادر کې بند کړی انټرنيټ دې سمدستي بیا بحال کړي.

ايمنسټي انټرنېشنل د جنورۍ پر درېيمه پر ټویټر ليکلي چې انټرنيټ د دیسمبر پر ۲۸ د حق دو تحريک لخوا پيل شويو مظاهرو د مخنيوي لپاره د لګول شوي بیړني حالت د عملي‌کولو لپاره تړل شوی وو. د دې ادرې په خبره د انټرنيټ ځنډول غيرضروري، نامناسب او له بشري حقونو سرغړونه ده.

ايمنسټي انټرنېشنل وړاندې ويلي‌ چې د انټرنيټ بندولو له وجې خلکو ته په راشه درشه، د معلوماتو لاس ته راوړلو او په اړیکو کې ستونزې پیدا شوي. دې سازمان همداراز د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په ګوادر کې د ولسي امنیت په نوم د قانون د ۱۴۴مې مادې نفاذ باید د بشري حقونو د سرغړاوي لپاره پلمه نه شي ځکه چې په دې سره د سوله ييزو مظاهرو مخنيوی له بشري حقونو سرغړونه ده.

د مولانا هدايت الرحمن بلوچ په مشرۍ د ګوادر او شاخوا سيمو اوسېدونکو د ۲۰۲۱ کال په دیسمبر کې او بیا د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ کې هم مظاهرې کړې وې او پرلت یې وهلی وو. د صوبې اعلا وزیر، عبدالقدوس بیزینجو د ۲۰۲۱م کال د دیسمبر پر ۱۶مه په ځانګړي توګه ګوادر ته ولاړ او له پرلتوالو سره يې يو ۱۹ نکاتي تړون لاسليک کړ چې ورسره پرلت پای ته ورسېد. د تحریک مشرانو هغه مهال له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته احتجاج ختم کړی وو خو د دې تحريک مشران وايي حکومت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو ځکه یې د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې بیا پرلت پيل کړ.

د دیسمبر پر ۲۶مه، پولیسو په تشدد کولو سره پرلت ګډوډ کړ، خېمې یې لیرې کړې او ۲۱ پرلتوال یې ونيول. د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر ضياالله لانګو د دیسمبر پر ۲۶مه په کوټه کې خبریالانو ته وويل چې کله له مظاهره چيانو سره د پولیسو مذاکرات ناکامه شول نو د هغوی پرضد یې کارروايي وکړه. پر دې مهال، د پولیسو يو سرتيری، یاسر سعيد وژل شوی وو.

پولیس ادعا کوي چې دغه اهلکار د حق دو تحريک غړيو وژلی خو د دې تحريک يو ځايي مشر، نويد کليم بلوچ مشال راډيو ته وويل چې ډزې پولیسو کړي او دغه سرتیری هم په همدغو ډزو کې وژل شوی دی. پولیس د حق دو تحريک مشر، مولانا هدایت الرحمن بلوچ د نيولو په لټه کې دي.

د جنورۍ پر دويمه نېټه د ګوادر پولیسو رسنيوو ته په ليږلي بیان کې ويلي چې د هغه نيول ځکه ضروري دي چې د هغه په مشرۍ مظاهره چيانو د يو پولیس د وژنې تور دی. د پولیسو په خبره د نوموړي تر څنګ یې د دې تحريک پر ۱۵ نورو مشرانو مقدمه درج کړې ده. خو مولانا هدايت الرحمن بلوچ پر فیسبوک خپره کړې ويډيو کې دا تورونه رد کړي دي. هغه ويلي چې د خپل حق لپاره سوله ييزې مظاهرې کوي.

د بلوچستان وزيراعلی وياندې، فرح عظيم شاه د جنورۍ پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې اوسمهال په ګوادر کې دکانونه او مارکيټونه پرانیستل شوي او د امنيتي ټينګولو لپاره سرتيري ځای پر ځای شوي دي. هغې زیاته کړه: "په ګوادر او مکران کې ټول بازارونه خلاص دي. هيڅ تاوتریخوالی نشته. پر امنه احتجاج د هرچا حق دی خو حکومت چا ته د امن خرابولو اجازه نه ورکوي. د پوليس سرتيري د وژنې او قانون سرغړونې په تور به ککړو کسانو پر ضد به قانونې کارروايي کيږي."

XS
SM
MD
LG