د لاسرسي ځای

تازه خبر

هيومن رايټس واچ: روسي ځواکونه دې خلکو ته له ماريوپول ښاره د وتلو لار ورکړي


د اوکراين په ماريوپول ښار کې يو ماشوم د ویجاړ شوي موټر او يوې ودانې مخې ته
د اوکراين په ماريوپول ښار کې يو ماشوم د ویجاړ شوي موټر او يوې ودانې مخې ته

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې (هیومن رایټس واچ) پر محاصره شوي ماریوپول ښار کنټرول لرونکي روسي پوځيانو غږ کړی چې هلته ایسارو خلکو ته د وتلو اجازه ورکړي.

دې ادارې زیاته کړې چې ایسارو خلکو ته دې هغو محفوظو ځایونو ته د تګ اجازت ورکړل شي چې د اوکراین تر کنټرول لاندې دي.

ماریوپول د مارچ پر دویمه د روسي عسکرو لخوا محاصره شوی دې. د دغه ښار زیاتره برخې تباه شوې دي او داسې باور کیږي چې هلته په زرګونه خلک وژل شوي دي. د رسنيو تر مخه، نيږدې دوه زره اوکرایني پوځیان د ماریوپول د ازوستل د سټیلو په کارخانه کې اوس هم د هغو روسي عسکرو سره په جګړه بوخت دي چې د هوایي حملو له لارې د دغه ځای د ختمولو هڅې کوي. داسې ویل کیږي چې د سټیلو په دغه کارخانه کې خوا او شا زرو کسانو هم پناه اخیستې ده.

د بشري حقونو د څار ادارې اپرېل ۲۶مه په یو بیان کې ویلي چې دا مهال د اوکراین د دغه جنوب شرقي ښار مایوپول زیاتره کنټرول د روسي عسکرو سره دی او باید دوی هلته د ولسي خلکو په خوښه د اوکراین تر کنټرول لاندې محفوظو ځایونو ته تلل یقیني کړي.

د جرمني او روس خرابې ديپلوماتیکې اړیکې

روس وايي، د جرمني ۴۰ سفارتکار له خپلې خاورې وباسي. دوی دا ګام د برلین لخوا د مسکو د بهرنیو سفارتکارو د ایستلو په غبرګون کې کوي. جرمني پر اوکراین د کرېملېن د بلا اشتعاله یرغل نه پس دغه پرېکړه کړې وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اپریل پر ۲۵مه په یو بیان کې وویل چې د روسیې لپاره د جرمني سفیر ګیزا ایندریس وان ګېیر (Geza Andreas von Geyr) یې احضار کړی چې ورته ووايي چې د برلین لخوا د ۴۰ روسي سفارتکارو ویستل یو غیر دوستانه ګام دی.

په مارېپول ساحلي ښار کې ولسي وګړو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه دي
په مارېپول ساحلي ښار کې ولسي وګړو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه دي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک ویلي، هیواد یې اټکل کاوه چې روس به دا اقدام کوي، خو هغې ویلي چې دا په هېڅ صورت یو جایز ګام نه دی.

نوموړې ویلي، درې اونۍ وړاندې چې هغوی د روسیې کوم ۴۰ سفارتکار له خپلې خاورې ویستلي ول، هغوی په جرمني کې د اوسیدو پرمهال، یوه ورځ هم په سفارتکارۍ کې نه وه تېره کړې. دې وړاندې وویل، دغو کسانو ترکلونو کلونو پورې، په منظم ډول، د جرمني د خپلواکۍ او په په ټولنه کې د یووالي خلاف کارونه کړي وو.

انالینا بیربوک وايي، روسیې چې د هغوی کوم سفارتکارانو د ویستلو پرېکړه کړې هغوی هېڅ ګناه نه لري او یواځې د دوه اړخیزو اړیکو خدمت ته د ژمنتیا پر اساس روسیې ته تللی دي. نوموړې زیاته کړه: د هغوی د سفارتکارو د اخراج سره، روسیې خپل ځان ته نور تاوان هم رسولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG