د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نيشنل ګوند د غني خان او نورو ادیبانو د کارپه اړه څيړنو لپاره "غنيات" اداره جوړوي


د مارچ ۱۵و ۲۰۲۲، پېښور: ايمل ولي خان انځورونه ګوري
د مارچ ۱۵و ۲۰۲۲، پېښور: ايمل ولي خان انځورونه ګوري

عوامي نیشنل ګوند د نوموتي شاعر غني خان د ۲۶مه تلين په غونډه کې اعلان وکړ چې د غنيات په نامه يوه اداره جوړوي چې په بېلابېلو برخو کې به څيړنې کوي.‌

د دې ګوند د خيبر پښتونخوا مشر، ایمل ولي خان د مارچ په ۱۵مه په باچاخان مرکز کې وويل چې غنيات اداره به د غني خان او نورو شاعرانو د کار په اړه تحقیق کوي او په دې توګه به د هغوی افکار په ټولنه کې عاموي.

هغه زیاته کړه چې له ډېر وخته یې په دې اړه فکر کاوه. نوموړي که څه هم د دې ادارې د شروع وخت په ډاګه نه کړ خو زیاته یې کړه چې د غنيات په جوړېدو سره به پښتانه ځوانان د خپلو پوهانو او پښتو ژبې د ادیبانو په اړه پوهه زیاته شي.

د غني مېلې په نوم دې غونډه ته له کراچۍ او بلوچستانه هم مېلمانه ورغلي وو. ويناوالو د غني خان پر شخصيت او شاعرۍ خبرې وکړي او د هغه په اړه یې د علمي‌مقالو اورولو په ترڅ کې وويل چې نوموړي په خپله شاعرۍ کې داسې خبرې کړې چې ډير خلک یې د کولو جرات نه شي کولی.

د عبدالغفار خان (باچا خان) زوی غني خان په ۱۹۱۴ کال کې د خیبر پښتونخوا په هشنغر کې زیږيدلی وو. نوموړي‌نه یوازې د نثر او شعر کتابونه پرېښي بلکې يو انځور ګر هم وو. غني خان د انګریزانو په خلاف په سیاسي مبارزه کې هم برخه درلوده. په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان تر جوړيدو وروسته هم نوموړی د خپل کار له امله څو ځل جېل تیر کړی دی. غني خان په ۱۹۹۶ کال کې د مارچ په ۱۵مه وفات شوی. هر کال دهغه مينه وال نوموړي ته د مینې پيرزونې وړاندې کوي.

د غني خان د شاعرۍ له امله هغه ته په ادبي حلقو کې ليونی فلسفي هم ويل کيږي. په باچا خان مرکز کې جوړې شوې غونډې ته د عوامی نیشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسین وويل: ((غني خان چی کوم شعرونه لیکلي دي، پخوا پرې خلک ډير نه پوهيدل خو اوس پرې څيړنې کيږي او سندرغاړي‌ یې د موسیقۍ سره خلکو ته رسوي چې دا ښه خبره ده ځکه چې زموږ د ادیبانو فکر لا پسې خپريږي.))

د غني خان مېلې په نوم دې غونډه کې د انځور ګرۍ سيالۍ هم وشوې چې پکې ۱۵ځوانو انځورګرانو ګډون وکړ او درې کسانو ته یې ميډالونه او نور ستاينليکونه ورکړل. د دغه سیالۍ په قاضيانو کې د عبدالولي خان پوهنتون استاد، پیر حامد خیشګی هم وو. هغه مشال راډيو ته وويل چې د غني خان فکر په انځورګرۍ کې وړاندې کوله ډير ضروري دي. ((لکه څنګه چې د غني خان په اړه کار کيږي، همداسې دې د خوشال خان خټک او رحمان بابا هم وشي. په انځورونو کې یې کول ځکه ضروري دي چې په پښتو شعر ډير خلک نه پوهيږي خو په هنر هر څوک پوهيږي.))

XS
SM
MD
LG