د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني خان د مذهب خلاف نه وو: صاحبزاده امتیاز


غني خان
غني خان

پراګ: د مارچ پر پنځلسمه نېته د پښتو د وتلي شاعر او ليکوال غني خان نوولسم تلين لمانځل کيږي. نوموړی په نوولس سوه څورالسم کال کې د خيبر پښتونخوا د چارسدې په هشنغر کي زېږېدلی وو او په پنځلسم مارچ نوولس سوه شپږ نوي کې په حق ورسېد.

غني خان يو هراړخيزه شخصيت درلود چې پر يوه وخت شاعر، نقاش، مجسمه جوړونکی ، فلسفي، تاريخ پوه او سياستوال وو. دی د خدايي خدمتګار تحريک مشر باچا خان زوی او د خان عبدالولي خان مشر ورو وو.

امتياز احمد صاحبزاده د غني خان ځيني پښتو نظمونه په انګرېزي ژبه کې ژباړلي دي او څو مياشتي وړاندي يې د کتاب په بڼه کي چاپ کړي دي. دا کتاب ته یې د The Pilgrim of Beauty یانې د ښکلا مسافر نوم ورکړل شوی دی.

زموږ همکار ابوبکر صديق له امتياز احمد صاحبزاده سره مرکه کړې او په سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې د غني خان شاعري یې ولي انګريزي ته وژباړله.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:20:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG